د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان دولت دې د ممکنه بې روزګارۍ مخه ونیسي


نجیب الله الوخیل
دخوست ولایت د مدني ټولنې غړي، د ټولنیزو سازمانونو او شوراګانو استازي انديښنه لري ،که چیرې په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان څخه دنړیوالو ځواکونو تر وتلو او د مرستو له کمیدو دمخه یو شمیر اساسي اقتصادي او کرنیزې پروژې پلي نشي نو ممکن په راتلونکې کې افغانان دبیکارۍ او وزګارتوب له ستونزې سره مخامخ شي ،دوی وړاندیز کوي چې نړیواله ټولنه باید خپل ماموریت په افغانستان کې په مسوولیت سره پای ته ورسوي او پرینږدي ،چې افغانان له یو بل بحران سره مخامخ شي.


دخوست ولایت د مدني ټولنې فعالان او د حکومتي ادارو مامورین وايي ،که چیرې نړیواله ټولنه او افغان حکومت تر ۲۰۱۴کاله پورې چې په افغانستان کې دنړیوالو ځواکونو جګړه ییز ماموریت پای ته رسېږي یو شمیر بنسټېزې اقتصادي او کرنیزې پروژې پلي نه کړي، نو د دې هیواد د خلکو او ځوانانو یوه ستره برخه به د بیکارۍ او وزګارتوب له ناخوالو سره مخامخ شي.

دوی زیاتوي ،چې پر نظام او پر یوبل باور او راتلونکیو ممکنه ناخوالو د مخنیوي لپاره متحدانه عمل کولای شي، موږ په خپل راتلونکې باورمند کړي، خو که چیرې پدې موده کې خلک د کار او د ډوډۍ د پیدا کولو لپاره فرصتونه وبایلي نو د هرډول ستونزو او ناخوالو دپیښیدو احتمالات نه شي ردېدلای .

دمدني ټولنې فعال او ژورنالست قادرشاه وايي ،چې په ټولیز ډول دې نړیواله ټولنه د افغان ځوانانو د ظرفیتونو د لوړولو او اوسنۍ حکومت دې دځوانو لپاره دکاري فرصتونو په برابرولو او حکومتي دندو کې د هغوی د جذب لپاره خپل امکانات په کار واچوي :

((نړیواله ټولنه او مرستندویه موسسې دې د افغان حکومت ظرفیتونه لوړ کړي ، د افغانستان د ځوانانو لپاره دې د لیډرشیپ یا ادارې په برخه کې روزنه ورکړل شي ، هغو ځوانانو لپاره چې لوړې زده کړې لري باید دوی ته د اشتغال او کار زمینې برابرې شي ،دا چې هیواد مو کرنیز دی د زراعت سکټور ته پکې زیاته توجه ځانګړی اهمیت لري او که چیرې ځوانانو ته دکار او حرفې زمینه برابریږي ،نو دا کار د ځوانو پر ځان بسیاتوب سره مرسته کوي.))

داقتصادي چارو کارپوه نواب امیرزی وړاندیز کوي ،چې نړیواله ټولنه دې دجاپان په اقتصادي کنفرانس کې خپلې کړې ژمنې پلي کړي او خپل پوځي شتون باید په مسوولیت سره پای ورسوي،نه دا چې افغانستان له یو بل داسې سیاسي او اقتصادي بحران سره مخامخ شي ،چې بییه يې بیا هم د افغانانو دوینو په قیمت وي :

((هغه کمکونه ،چې نړیوالې ټولنې په وروستۍ یوه لسیزه کې په افغانستان کې له مدني ټولنې او ټولنیزو بنسټونو سره ترسره کړي هغه دې له سره پیل کړي، د جاپان د اقتصادي کنفرانس د پرېکړو له مخې دې په دې هیواد کې خپل د مرستې بکسونه نه تړي او په مسوولیت سره دې له افغانستانه ووځي، دوی باید افغانستان یو بل سیاسي او اقتصادي بحران ته داخل نه کړي ،چې قیمت به یې بیا هم د افغانانو د وینې تویدنې په بیه تمامیږي.))

د خوست والي عبدالجبار نعیمي،چې د ۲۰۱۴کال وروسته دبیکارۍ دموضوع په اړه دمدني ټولنې او حکومتي ادارو په ګډ ورکشاپ کې خبرې کولې وویل، چې موږ باید د ځان بسیاتوب لپاره د یو شمیر بنسټیزو اقتصادي او کرنیزو پروژو د پلي کیدا په خاطر لاسونه یو کړو او په خپلو کې پر یوبل باور او اعتماد وکړو له هغې پرته به په تشه خوله تیارۍ ګټور نه وي :

((موږ باید په دې ډیر ډاډمن نه واوسو، چې موږ ۲۰۱۴کال ته پوره تیارۍ لرو، په هیڅ ډول تیار نه یو، که چیرې موږ په مسوولیت سره په خپله اداره اعتماد ولرو، نو مانا دا چې موږ تیارۍ نیولی ،که چیرې په خپلو مشرانو مو باور پیدا کړ، دا به په دې مانا وي ،چې موږ اتیاوو راتلونکیو کلونو ته هم تیارۍ لرو ، که چیرې پدې موده کې بیکاري زیاته شوه نو په کورونو کې به په مشکله ډوډۍ ولرو، بیکاري مرض دی، هر ډول چې کیږي باید یو شمیر بنسټیزو اقتصادي پروژو د عملي کیدنې لپاره په خپلو کې سره یو لاس شو او خپل تلاشونه پراخ کړو، که چیرې اوبه مو مهار نه کړې نو په کرنه کې پاتې راځو د ډوډۍ لپاره خلک هرکار کوي ،ځکه موږ به د ډوډۍ لپاره شرایط نه وي برابر کړي، دې لپاره باید د هیڅ مثبت پرمختګ مخه ونه نیول شي .))

دکتونکو له انده که چیرې نړیواله ټولنه د اوږده مهال لپاره په ځانګړي ډول په پرمختیايي او اقتصادي برخو کې خپلې مرستې او همکارۍ روانې ونه ساتي ،نو دافغانستان د دولت اقتصادي ځان بسیاینه اوسیاسي ټیکاو به له ګواښ سره مخامخ شي.
XS
SM
MD
LG