د لاسرسي ځای

سید شاه سقیم

د غزني ‎د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې په دغه ولسوالۍ کې قومي مخور راټول شوي، او د ودونو لپاره يې اسمان ته ختلي ولورونه بېرته را کوز کړي دي.

دوی خوشحاله دي چې اوس به يې ځوانان د ملاماتوونکو ولورونو د ادا کولو لپاره نورو هېوادونو ته په قاچاقي لارو نه ځي،


د خور او لور پر سر دروند ولور اخيستل د افغانانو ناوړه رواج بلل کېږي، چې د پوره کولو په تمه يې د هېواد د ډېرو ځوانانو هډوکي د پرديو هېوادونو په دښتو کې خاورې شول.

د همدغه لوړو ولورونو له امله ډېری ځوانان يا خو له واده کولو پرته سپين ږيري شوي، او يا يې کلونه کلونه ځواني په پرديو وطنو کې په مسافرۍ تېره کړې ده.

خو له دې وروسته د غزني د قره باغ ولسوالۍ ژڼي نه دې ته اړه دي چې د ولور په ګټلو پسې تور دکن ته د سفر موزې پښو کړي، او نه يې پېغلې مجبوره کېږي، چې په کالو کالو د ځوان په نامه کښېنې.

په دغه ولسوالۍ کې سپين ږيري او قومي مخور راټول شوي، د ولور لپاره يې يوه مناسبه اندازه ټاکلې ده او اوس په دغه سيمه کې هيڅ پلار نه شي کولای چې تر ټاکلې اندازې زيات ولور واخلي.

سپين ږيرو ويلي، له دې وروسته به نه په واده کې زيات مصرفونه کېږي. نه به په ناوې پسې لسګونه موټر ورځي.

د قره باغ ولسوالۍ ځوان اوسېدونکی رحمت الله مرجان خېل د مشرانو دغې پرېکړې ته خوشاله دی.

"مخکې ولورونه اووه لکه يا اته لکه افغانۍ وو، بې مصرفونه هم ورسره وو، مثلآ په واده کې به شل دېرش حتی تر څلوېښتو پورې موټران هم وو، اوس ولوروته تقريبا له اوو لکو دريو لکو ته راټيټ شول، چې په هغه کې به لاسره نه وي، ټيکري به نه وي، نو دا د قومي مشرانو پرېکړه وه، چې موږ ډېر ورڅخه خوشاله يو"

د قره باغ يو تن قومي مشر وکيل احمد وايي، چې د ولورونو له کمېدو سره هغو غريبو ځوانانو چې مخکې يې د کوژدې وس نه درلود هم کوژدو ته مخه کړې ده، او په تېرو څو ورځو کې د ګڼ شمېر نجونو قلمونه وهل شوي دي.

دی وايي مخکې داسې هم شوي چې د ولورونو اندازه به دوه نيم او دريو ميليونو ته رسېده.

"ځوانانو ته يې هم ګټه وکړه، پېغلو ته يې هم وکړه، ځکه د دغه لوړو ولورونو له امله به ځوانان هم تر وخت تېرېدل او پېغلې هم دغسې، بيا د قره باغ سپين ږيري سره را ټول شول، دغه څو قومونو اوس داسې تړون سره کړی دی، هغه ولورونه چې مخکې به پنځه ويشت دېرش لکه ته رسېده اوس يې درې او درې نيم لکو ته را کښته کړي دي. او هغه بې ځايه مصارف چې د بنۍ او کوزي په نامه وو، هغه یې هم يا را کم کړي او يا يې بېخې له منځه وړي دي. اوس په دې خاطر چې ولورونه کم شوي دي، په سيمه کې کوژدې ډېرې شوې دي. "

د قره باغ يو بل قومي مشر حاجي محمد نعيم وايي، د زيات ولور اخيستل، او د ودونو په مراسمو کې ځينې ناوړه رواجونه ټولنيزې ستونزې وې او دوی خوشحاله دي، چې په ختمولو يې بريالي شول.

حاجي محمد نعيم وايي، وروسته به هڅه وکړي، چې په بدو کې د نجونو ورکول، سپين ږيرو سړيو ته د پېغلو ودول او په ماشومتوب کې د هلک او نجلۍ د واده کولو مخه هم ونيسي.

"هغه ناوړه دودونه چې هلته موجود وو، فرضا وراوې به ډېرې تللې، د نجونو تامبو به اخيستل کېده، طلاوې به ورکول کېدې، دا يو اجتماعي مشکل وو، اوس د قومونو سپين ږيرو درې يا درې نيم لکه افغانۍ ولور کېښود، په دې کې يې د طلاوو فيصدي هم راکمه کړه، او هغه پاتې ناوړه دودونه يې هم ټول له منځه يوړل. "

په افغانستان کې زيات وخت د نجلۍ پلار له هلک څخه سلګونه زره افغانۍ ولور د موجل مهر په نامه اخلي.

خو ولور او موجل مهر يو له بل سره ډېر توپير لري.

که د نجلۍ پلار ته ورکول شوې پيسې موجل مهر وي، نو بايد نجلۍ ته وسپارلې شي، ځکه پلار يې حق نه لري، چې دغه پيسې په خپله خوښه مصرف کړي، يا يې خپل جېب ته واچوي.
XS
SM
MD
LG