د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا په مرسته د پیښور تورخم لوی سرک جوړېږي



فرهاد شینواری

د تعمیراتی کارونو اداره )ایف ډبلیو او( وايي چې د امریکايي پرمختیايي ادارې (یو ایس ایډ( په مالي مرسته سره د پیښور او تورخم ترمنځه په ۴۵ کلومیټره سړک د بیا جوړولو کار روان دی.


د سړک په جوړېدو به خوا وشا ۶۷ میلونه امریکايي ډالر لګښت راځي، چې څه کم شپږنیمه ارب پاکستانۍ روپۍ جوړېږي،او (ایف ډبلیو او) يي د (یو ایس ایډ ) په مالي مرسته د فاټا سیکرټریټ او نېشنل های وې اتارټي په مشوره جوړوي.

د دوی په وینا دغه سرک کنډ کپر دی او ځای په ځای مات شوی دی چې اوس ۲۲ فټ دی او د جوړیدو وروستو به ۴۰ فټ پلن شي،او ټولې لوړې ژورې به ترې وویستل شي.

په دې اړه د تعمیراتی کارونو ادارې (ایف ډبلیو او) مشر انجینیېر میجرمحمد عاطف مشال ریډيو ته وویل چې(( د یو ایس ایډ په مالي مرسته په دې سرک دغه د بیا جوړولو کار پروسږ کال (۲۰۱۲) په اکتوبر کې شورو شوی دی او په(۲۰۱۴) کال اکتوبر کې به پوره کیږي،او دغه پینځه څلویښت کلومیټره سرک به د کارخانو نه تر تورخم پولې جوړېږي))

نوموړي زیاته کړه چې(( اوس دغه سرک ډیر خراب دی او خلک پرې له پیښوره تر تورخمه په څلور نیم ساعته کې رسي خو چې جوړ شي نو بیا پرې په یونیم ساعت کې رسي،ځايي خلکو ته به يې هم ډیرې فایدې ورسي، نیټو سپلايي ته يي هم فایده ده، افغان ټرانزټ ټریډ به هم وسره ښه شي او چې د افغانستان نه پرې کوم مساپر او ناروغان راځي هغوی ته به هم پرې آساني جوړه شي))

د خیبر قبایلی سیمې یو اوسیدونکی کمال شاه اپریدی وايي چې(( موږ دې سرک جوړولو ته ډیر خوشاله یو، په دې باندې ډیره ګڼه ګوڼه ده، او د استعمال قابل نه دی، لويې کندې پکې جوړې شوې دي، ناروغان پرې روغتون ته نه شو رسولی، د دې سرک جوړول د اهمیت وړ ځکه دی چې دغه لاره د منځنۍ اسیا تر ملکونو پورې تللې ده، یوازینۍ مهمه لاره ده، او له دې سره به تجارت ډیر ښه شي))

د خیبر دغه سرک چې په بیا جوړولو يې د جمرود سیمې نه کار شورو شوی دی،او د ګاډو لپاره یې نهه کلومیټره پر څنګ اومه یا کچه لاره تېره شوې ده.

د خیبر سیمې یو ځايي تن اجمل خان بیا وايي چې(( په دې سرک د مرمت کار سست روان دی، هروخت بند وي او موږ يې له ستونځو سره مخامخ کړي یو، په څلور ساعته کې هم پیښور ته نه شو رسیدلی، باید چې په دې باندې کار تیز کړل شي))

په یاد سرک د سست کار د شکایت او ستونځو په اړه مو چې کله د (ایف ډبلیو او) اينجنیېر میجر محمد عاطف نه وپوښتل نو دوی وویل چې ((یقینا ځايي خلکو ته ترې ستونځې شته خو زموږ کار سست نه دی او په سرک جوړولو وخت لګېږي، موږ به ډیر زر دغه د جمرود سیمې نهه کلومیتره سرک باندې کار مکمل کړو او د ټریفک له پاره به يي خلاص کړو،خو ټول به په دوه کاله کې پوره کیږي))

د خیبر قبایلی سیمې اوسیدونکی وايي چې که هر څو د پیښور او تورخم ترمنځه د سرک مرمت د دوی ستونځې زیاتې کړې دي خو دوی هیله من دي چې په راتلونکې کې به ورته ډيره آساني پیدا شي.
XS
SM
MD
LG