د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د اسیایې هېوادونو د کرکټ له لوبو څخه د دوشنبې په ورځ د بري له مډال سره هېواد ته ستنه شوله.
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د شل اوریزو مسابقو لپاره د تیرې میلادي میاشتې په وروستیو کې نیپال ته تللی او په شپږو مسابقو کې پنځه ګټلي دي.
د دوي د هرکلي لپاره د کرکټ بورد او مواصلاتو د مخابراتي شبکې چارواکي، لوبغاړي او مینه وال کابل هوایي ډګر ته ورغلی ول.
د دې ټیم له سفرونو سره زیاتره مالي مرسته د مواصلاتو مخابراتي شبکه کوي.