د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پروېز مشرف پر ضد د غدارۍ مقدمه



رياض موسا خېل

اسلام آباد:- د جسټس جواد اېس خواجه په مشرۍ کې د سپريم کورټ دوه کسیزه جرګګۍ د پخواني پوځي آمر پرويز مشرف پر ضد د غدارۍ مقدمې چلولو له پاره د جمع کړل شويو پنځو درخواستونو اورېدنه وکړه.


د اورېدنې دوران د وکيلانو دريځ وو چې پرويز مشرف په دوه زره اووم کال آئين مات کړی وو او ججان یې په کورونو کې نظر بند کړي ول نو پر دې بنیاد دې نوموړی د پاکستان آئين د شپږمې مادې له مخې د غدارۍ مرتکب شوی دی.

دوی زياته کړه چې په هم دې لړ کې د سپريم کورټ يو فل بېنچ په دوه زره نهم کال کې پروېز مشرف مجرم ګرځولی دی او اوس هغه ته يواځې سزا ورکول پاته ده.

له اورېدنې وروستو عدالت وفاقي حکومت او پروېز مشرف ته یادګېرنې (نوټسې) جاري کړې او د مقدمې اورېدنه یې تر سبا (نهې ورځې) پورې وځنډوله.

عدالت د دفاع سیکرېټري ته هم حکم ورکړ چې عدالت ته ووایي، د پرويز مشرف نوم یې په له هېواده د نه وتو لیسټ (اېګزټ کنټرول لسټ) کې اچولی دی کنه.

د اورېدنې روستو مېډيا سره خبرو کې درخواست ګزار شېخ احسن الدين وویل چې دوی د عدالت نه خواست کوي چې مقدمه های کورټ ته ولېږي البته دا د عدالت اختيار دی چې څه ورسره کوي.

دغه رنګ د ده وکيل حامد خان په حکومت تور ولګولو چې يو طرفته ته یې قامي مجرم ته پروټوکول ورکړی دی او بل طرفته یې د سپريم کورټ د زړې فيصلې او سېنټ د قراردار ترمخه د پرويز مشرف خلاف هېڅ کاروايي نه ده کړې.

د موجوده درخواستونو او پروېز مشرف خلاف د کاروايي د طريقۀ کار په اړه چې مشال رېډيو د قانوني او آئيني چارو د کارپوه او پخواني اټارني جنرل شاه خاور نه تپوس وکړو نو هغه وویل چې ددې درخواستونو په رڼا کې عدالت کولای شي که رښتيا هم پروېز مشرف د آرټيکل شپږم لاندې راځي نو وفاقي حکومت ته ووايي د هغه پر ضد مقدمه جوړه کړي او دغه اورېدنه به بيا د سېشن په عدالت کې کېږي.

ده زياته کړه چې پاکستان کې د غدارۍ کړنه ( های ټريزن اېکټ) لپاره د د نولس سوه شپږ اوويا قانون موجود دی.

ياده دې وي چې د پرويز مشرف په ضد نه يواځې د آئين ماتولو او مارشل لا لګولو تورونه دي بلکې پر نوموړي د اکبر بګټي او بې نظير بوټو د وژنې مقدمې هم روانې دي خو دا وخت نوموړی د سند های کورټ نه په حفاظتي ضمانت دی.
XS
SM
MD
LG