د لاسرسي ځای

جرمني پلخمري کې د بریښنا بندونه رغول غواړي


جرمني غواړي د بغلان په مرکز پلخمري کې د بریښنا دوه بندونه ورغوي.

د پلخمري بریښنا د بندونو آمر انجینیر محمد بشیر مشال راډيو ته وویل چې، د پلخمري په لومړي او دویم بندونو کې د بیارغونې مقدماتي کارونه بشپړ شوي او ډير ژر به یې عملي چارې پيل شي.

نوموړي زیاته کړه چې اوسمهال دا بندونه د نهه میګا واټه بریښنا د تولید ظرفیت لري چې د جوړولو په صورت کې به یې ظرفیت دوه برابره شي.

د پلخمري د بریښنا بندونه اویا کاله مخکي د جرمني لخوا جوړ شوي چې اوس به یې دا هیواد په بیا رغونه کابو ۴۶ میلیونه یورو نور ولګوي.
XS
SM
MD
LG