د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنرال مشرف پر ضد د غدارۍ مقدمه سبا ته وځنډول شوه




نن د ګل پر ورځ په سپريم کورټ کې د پاکستان د پخواني صدر پرويز مشرف پر ضد د غدارۍ مقدمې چلولو له پاره پر شوې غوښتنه اورېدنه تر سبا وځنډول شوه.

د مولوي اقبال حېدر لخوا داخل کړل شوي درخواست کې ویل شويدي چې پرويز مشرف آئين مات کړی دی او ججان یې په کورونو کې بند کړي وو نو بايد چې د هغه پر ضد باید د آئين د شپږمې مادې لاندې له ملک سره د غدارۍ مقدمه وچلول شيٍ.

د درخواست اورېدنې له پاره د جسټس جواد خواجه په مشرۍ کې دوه کسیزه جرګګۍ جوړه کړل شوېده.

ياده دې وي چې د دې له پاره دچيف جسټس په مشرۍ کې درې کسیزه جرګګۍ ټاکل شوې خو روستو په کې بدلون وکړل شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG