د لاسرسي ځای

تازه خبر

ميدان وردګو کې چاودنه اته تنه مړه ۲۲ ژوبل



سيدشاه سقيم

نن سهار د ميدان وردګو په سيداباد ولسوالۍ د عامو خلکو په يو موټر چاودنه شوې چې په کې اته تنه وژل شوي او دوه ويشت نور ژوبل دي، په ژوبلو شويو کسانو کې څلور ماشومان او شپږ ښځې هم شاملې دي. په ټپيانو کې د زياتو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.


چاودنه نن سهار د نهو بجو په شاو خوا د سيداباد ولسوالۍ په سالارو سيمه کې د عامو وګړو په يو موټر شوې ده.

چارواکي وايي، له غزني څخه يو بس موټر کابل ته روان وو، چې په سالارو کې د سړک غاړې پر یوه ښخ شوي ماين وخوت.

د ميدان وردګو د والي وياند عطا الله خوګياڼی وايي، په وژلو شويو کسانو کې يوه ښځه او يو ماشوم هم شامل دي.

دی وايي، د پېښې ټپيان د سيداباد روغتون ته لېږدول شوي دي، خو وايي، هلته د بشپړو امکاناتو د نه شتون له امله مجبوره يو له ميدان او کابل څخه ډاکټران او درمل ور ولېږو.

خوګياڼی وايي، په ټپيانو کې د پنځلس تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی او کېدای شي وروسته د مړو شمېره نوره هم لوړه شي.

تر اوسه پورې د پېښې مسووليت چا نه دی منلی خو د سړک پر غاړو ماينونه طالب وسله وال ښخوي. چې زيات وخت يې قربانيان عام وګړي وي.
XS
SM
MD
LG