د لاسرسي ځای

تازه خبر

زابل کې پنځه بهرنیان وژل شوي





ځانمرګی بريد د خالي په غرمه په کلات کې شېخ متي لېسې ته څېرمه د والي د موټرو په کتار شوی و، والي ورڅخه روغ وتلی خوپنځه تنه بهرنيانيان او يو افغان ډاکټر پکې وژل شوي او د والي دوه تنه ساتونکي پکې ژوبل شوي دي.

د زابل مرستيال والي محمد جان رسوليار وايي، چې د دغه ولايت والي اشرف ناصري پرون د يو ښوونځي د پرانيستلو غونډې ته روان وو، چې پر لاره پرې ځانمرګی بريد شوی دی.

دی وايي، ځانمرګی په موټر کې سپور و، او موټر له چاودېدونکو توکو ډک کوو.

" والي صاحب غوښتل د يو ښوونځي د پرانيستلو غونډې ته ولاړ شي، چې پر لاره پرې يو ځانمرګي له موټرو څخه په ګټه اخيستو بريد کړی دی، په دغه بريد کې والي صاحب ته هيڅ زيان نه دی اوښتی البته دوه ساتونکي يې ژوبل شوي دي، تر اوسه د چا د مرګ خبر نه لرو"

د پېښې ځای ته د ولايتي بيارغونې د ټيم دفتر او د زابل ملکي روغتون هم ور څېرمه دي.ځينې سرچينې وايي، په بريد کې د ملکي روغتون يو تن هم کار کوونکی وژل شوی دي.

بله خوا بيا په هېواد کې مېشت ايساف سرتېري وايي، چې په دغه بريد کې د ايساف درې سرتېري او دوه بهرني ملکي قرارديان هم وژل شوي دي.ايساف دغه څرګندونې په يوه خبر پاڼه کې کړې دي.

د بريد مسووليت وسله وال طالبان مني.قاري يوسف احمدي چې ځان د وسله والو طالبانو وياند بولي وايي، چې په دغه بريد کې يې ګڼ شمېر بهرنيو او کورنيو سرتېرو ته مرګ ژوبله ور اړولې ده.
په زابل کې دا ډېر وخت دې ته ورته پېښه نه وه شوې.
XS
SM
MD
LG