د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني یهودیان به هم ووټونه اچوي



د امريکا نه خپريدونکی ټیبلیټ مجله په خپله یوه مقاله کې د پاکستانۍ ورځپاڼې دي نيوز ورځپاڼي د يو راپور په حواله ليکی چی د پاکستان د انتخاباتي کمیشن له مخه ددغه هيواد د رجسټر شویو ووټونو په فهرست کي د اتو سوو یهودیانو ووټونه هم رجسټر شوي دي ، په دغو کي ۴۲۷ د ښځو ووټونه دي او ۳۸۲ د نارينو ووټونه دي .

د پاکستان د انتخاباتي راي ورکونکو په فهرست کی د يوديانو د ووټونو د رجسټر کیدو به اړه مو چی کله د پاکستان د انتخاباتي کمیشن د وياند خورشید عالم نه وپوښتل نو هغه نه خو ددغو ووټونو پخلی وکړ او نه يې دغه خبره رد کړه .

مجله ليکي ددغه اسلامي هيواد د يهوديانو سره د اړيکو تاريخ ډير اوږد او خراب دی، په ۲۰۰۲م کال کې په کراچي کی د يهوديانو په اړه د برداشت او روادارۍ د عمل شروعات او خاتمه د امريکايي خبريال ډينيل پرل د حلالولو په صورت کی موږ په ډيره وحشتناکه طريقه وليده.

مجله د اسرايلو په يروشلم ښار کې د هيبرو پوهنتون د ټولنيزو چارو د استاذې شلوه ويل د یوې تاريخي څيړني په حواله ليکي چې کله پاکستان ازادي تر لاسه کړه نو هغه وخته په دغه هيواد کې په لږه شميره خو ښه فعاله يهودي ټولنه په کراچي پيښور کويټه او لاهور کي موجوده وه . ددغې څيړنې له مخه په پاکستان کي د ميشتو ځینو يهوديانو تعلق د هند د بني اسرايلو د ټولنې سره و او ځیني هغه وو چې برصغير ته انګريزانو د ځانه سره په سرکاري څوکو د دندې لپاره راوستي وو ، او ځیني پکې د افغانستان هم وو ، د ۱۹۴۱م کال د مردم شمارۍ تر مخه په برصغير کی ۱۱۹۹ يهودي کورنۍ موجودې وي او ددغو کورنيو په نمایدګۍ ابراهیم روبن د کراچۍ په مقامي حکومت کې منتخب شوی هم و .

مجله ليکي چې دغه هر څه هغه وخت بدل شول کله چې په ۱۹۴۷م کې هند تقسيم شو او د هند نه مسلمانان مهاجر کراچي ته راغلل، دغو مهاجرينو د يهوديانو په عبادت ځايونو حملې پیل کړې چې په نتیجه کې دغو يهوديانو هند ته مخه وکړه او هلته میشت شول.

مجله ليکي چې ځيني پاکستاني سیاستوال د اسرايلو سره تعلقات جوړول د وخت ضرورت ګڼي لکه د بيلګې په توګه د پاکستان پخواني پوځي مشر پرويز مشرف هغه وړومبی پاکستانی دی چې تير کال يې د يوې اسرايیلي ورځپاڼې سره مرکې ته غاړه کېښوده. نوموړي په دغې مرکي کې ويلي وو چې پاکستان له دا حقيقت منل پکار دي چې اسرایيل يو هيواد دی او وي به . مشرف اوس په پاکستاني سیاست کې برخه اخلي خو له بده مرغه هغه ته به ددغو ۸۰۰ يهوديانو ووټونه تر لاسه نه شي.
XS
SM
MD
LG