د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکا کې وسله او مهم وسله وال نیول شوي



تیره شپه دپکتیکا ولایت په اومنې ولسوالۍ کې د ا فغان ځواکونو په ګډو چاڼیزوعملیاتو کې څلورتنه وسلوال مخالفین له یو شمیر وسلو او مهماتو سره یو ځای نیول شويدي.

دپکتیکا ولایت دمطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي ،چې تيره شپه ناوخته د پکتيکا ولايت د ملي امنيت رياست د يوه کشفي راپور په ترڅ کې له افغان ګډو امنيتي ځواکونو سره یو ځای د اومنې ولسوالۍ د سپينه په سيمه کې يې چانيز عمليات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې څلور وسلوال مخالفين د يو شمير وسلو او مهماتو سره د مخامخ جګړې پر مهال ژوندي نيول شوي دي .

په اعلامیه کې زیاته شوې ،چې د پکتيکا ولايت د ملي امنيت رياست دچارواکيوپه وینا په نيول شويو څلورو وسلوالو کسانو کې یو هم د مخالفينو سيمه ييزقوماندان عبدالباري دی، چې د لويو لارو پر سر به يې ماينونه اېښودل، ولسي خلک به يې په يو او بل نوم ځورول او د دولت پر ضد به يې تبليغات کول.

ديادو عملياتو پر مهال د افغان ګډو امنيتي ځواکونو او وسلوالو ترمينځ لنډه نښته شوې، چې ملکي وګړو او یا دواړو لورو ته پکې مرګ ژوبلهنده اوښتې.دنیول شویو کسانو سره درې ميله کلاشنکوفونه، مخابرې او يو شميرچاودېدونکي توکي هم افغان امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
XS
SM
MD
LG