د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا: وسله وال ځینې ګوندونه کیمپېن ته نه پرېږدي



پراګ - په پاکستان کې به په راتلونکو درو اوونیو کې انتخاباتي کیمپېن رسماً پیل شي. اوس هم په مختلفو ځایونو کې د سیاسي ګوندونو غړي او مشران جلسې کوي. خو د ټول هیواد پرتله په خیبر پښتونخوا، قبایلي سیمو او کراچۍ کې امنیتي وضع ښه نه ده.


د تېرې یکشنبې یا اتوار پر ورځ د پښتونخوا بنو په نیمه قبایلي سیمې جاني خېلو کې د عوامي نیشنل ګوند غړي عدنان وزیر پر قافلې هغه وخت بمي حمله وشوه چې دی د یوې جلسې له پاره روان وو.

له دې علاوه هم په پښتونخوا کې د عوامي نیشنل او پیپلز ګوندونو د غړو پر جلسو او غونډو حملې شوې دي. همدا راز، په کراچۍ کې هم د سیاسي تاو تریخوالي په نتیجه کې د یادو ګوندونو په ګډون پر ایم کیو ایم هم حملې شوې دي.

هلته وسله والو طالبانو هم ویلي چې دا ګوندونه به انتخاباتي کیمپېن ته نه پرېږدي او حملې به ورباندې کوي.

د سیاسي ګوندونو له مشرانو سره مې خبرې وکړې او له هغوی مې پوښتنه وکړه چې په نا امنۍ کې به انتخاباتي کیمپېن څنګه پر مخ وړي؟

په پېښور کې د پاکستان مسلم لیګ نواز ډلې عمومي سېکرټر اقبال ظفر جګړا وايي، که خطر وي هم نو دوی به کیمپېن کوي.

ده وویل، طالبانو دوی ته ګواښ نه دی کړی بلکې دا یې ویلي ول چې نواز شریف دې د سولې خبرو له پاره ضامن شي.

په پېښور کې د پاکستان تحریک انصاف پخواني صوبايي مرستیال مشر او د مالي کمېټۍ غړی عمران شهزاد وايي، دی د تحریک انصاف ګوند له خوا د صوبايي اسمبلۍ انتخاباتو ته نوماند دی.

ده وویل، طالبانو دوی ته ګواښ نه دی کړی.

له عمران شهزاد مې پوښتنه وکړه چې د دوی پر ګوند تور دی چې د دوی دریځ د طالبانو دریځ ته ورته والی لري نو ځکه خو دوی ته خطر نه دی مخامخ.

دی وايي، د دوی او طالبانو نظر جدا دی.

عمران شهزاد وویل، دوی او طالبان یوازې په یو ځای کې همنظري دي او هغه دا دی چې دوی دواړه غواړي چې پاکستان باید د ترهګرۍ پر ضد، د ده په وینا له امریکايي جګړې ووځي.

خو د عوامي نیشنل ګوند صوبايي مشر سینېټر افراسیاب خټک وايي، دوی د وسله والو له خطر سره مخامخ دي.

دی وايي، دا د وطن جګړه ده او پر دې ولس پوهېږي.

خټک وايي، د دوی ګوند نوی ګوند نه دی او په ۲۰۰۸ز کال کې هم د انتخاباتو پر وخت پر دوی حملې شوې وې.

د ده په خبره، پر ده هم وسله والو طالبانو یو ځانمرګی برید کړی وو.

خټک وايي، دا ځل به هم دوی خپل کیمپېن پر مخ بیايي او دا چې دی هیله من دی چې خلک به عوامي نیشنل ګوند ته رایه ورکړي.

له افراسیاب خټکه مې پوښتنه وکړه چې بیا به د انتخاباتي کیمپېن امنیت ورته څوک ساتي؟

دی وايي، په دې اړه به ژر رسماً د پاکستان الېکشن کمېشن ته ووايي.

د متحده قامي موومنټ یوه مشر حیدر عباس رضوي هم مشال راډیو ته وویل چې د دوی د ګوند غړي هم د نا امنۍ ښکار دي او انتخاباتي کیمپېن ورته اغېزمنول غواړي.

ده د مصروفیاتو له کبله غږ ثبت یا رېکارډ نه کړ خو دا یې وویل چې د دوی ګوند به هم د امنیت له پاره الېکشن کمېشن ته ووايي.

د پيپلز ګوند او جمیعت علمای اسلام (فضل الرحمان) ډلې مشرانو په بیا بیا پر اړیکي کولو سربېره پر دې موضوع له موږ سره خبرې و نه کړې.
XS
SM
MD
LG