د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان دولت د شجاعي په نیولو کې پاتې راغلی


کابل - د بشري حقونو يوه اداره وايي، افغان دولت د عبدالحکيم شجاعي په نيولو کې پاتې راغلى دى.


شجاعي چې راپورونه وايي د وسلوالو مشر دى، په ارزګان کې په تېرو درېيو کلونو کې د ١٢١ ملکي وګړو په وژنې تورن دى.

د افغانستان د بشري حقونو او چاپېريال ساتنې د سازمان مشر عبدالرحمن هوتکي د جمعې پر ورځ له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې د شجاعي نه نيول کېدل، د قانون په تطبيق کې د حکومت پاتې راتلل دي.

د حکومت د رسنيو د دفتر مشر صفت الله صحاف ساپي هم له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې ومنله چې د شجاعي په نيولو کې امنيتي ځواکونه پاتې راغلي.

په ولسي جرګه کې د شکايت اورېدو کمېسيون د معلوماتو له مخې عبدالحکيم شجاعي په روزګان کې په څه باندې تېرو درو کالونو کې د ښځو، سپين ږيرو او ماشومان په ګډون ١٢١ تنه ملکيان وژلي، په وسله وال لوټ تالان او د ځمکو په غصب کې هم لاس لري.
XS
SM
MD
LG