د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملګرو ملتونو مشر له ملالې سره خبرې کړي دي



پراګ - د ملګرو ملتونو مشر بان کي مون د سوات له ملالې يوسفزۍ سره د سکايپ (انټرنېټ) په وسیله خبرې کړې دي.


د ملګرو ملتونو پر ووبپاڼه په خپرې شوې ويډيو کې له ملالې يوسفزۍ سره په خپلو خبرو کې بان کي مون وويل، ملاله د اميد یا هیلې يو علامت او د ملګرو ملتونو لور ده.

بان کي مون له هغې سره د هسپانیې له میډرېډ ښاره خبرې وکړې.

نوموړي ملالې ته وويل چې ملګري ملتونه به تل دې او د دې په شان له نورو خلکو سره وي.

((دا يوه تاريخي ورځ ده، او ما غوښتل چې له تا سره وګورم. ته د اميد يو مثال يې. تا نړۍ ته يو ډېر قوي پيغام ورکړی. تا په ډېرو سختو حالاتو کې کار کړی. که چېرې موږ یوې نجلۍ ته تعليم ورکوو نو د دې مطلب دا دې چې ټوله کورنۍ، ټولنه او هيواد ورسره تعليم يافته کېږي.))

د دی په ځواب کې ملالې يوسفزۍ وويل چې هغه خپل ځان د نجونو او نورو خلکو د حقونو د حصول له پاره وړاندې کوي.

د دواړو د خبرو ویډیو دلته وګورئ:





ملالې وويل، د دې هدف په نړۍ کې امن او خوشالي راوستل دي.

دې وویل د تعلیم په ذریعه سوله راوستل غواړي:

((زه خپل ځان په رضا کارانه توګه وړاندې کوم، چې د ښځو، نجونو او د هر انسان د حقونو له پاره کار وکړم. زه به له ملګرو ملتونو سره په ګډه کار وکړم او خپل مقصد ته به ورسېږو. زموږ موخه ډېره ساده ده او هغه دا چې په نړۍ کې امن او خوشالې راوستل. او دا [موخه] یوازې د تعليم له لارې شونې ده.))

ملالې يوسفزۍ په سوات کې د نجونو د تعليم لپاره مبارزه کوله چې د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر په میاشت کې طالبانو په ډزو و ويشتله.

ملاله دا وخت په برتانيا کې ده او په یوه ښوونځي کې د زده کړو تر څنګ یې اوږد مهاله درملنه هم روانه ده.
XS
SM
MD
LG