د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني کې چاودنې څلور تنه مړه او ټپيان کړل


سيدشاه سقيم

چارواکي وايي، نن د يوې بجې په شاو خوا کې د غزني په ښار کې چاودنه شوې چې له امله يې د يو عام وګړي په ګډون د ملي اردو څلورو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده،


چاودنه نن غرمه د يوې بجې په شاو خوا کې د غزني ښار په بزازي سيمه کې شوې ده.
چې له امله يې د ملي اردو دوه سرتېري او يو عام وګړی ژوبل شوي دي.

چارواکي وايي، د لومړنيو مالوماتو په اساس چاودېدونکي مواد په يو بايسکل کې ځای پر ځای شوي چې په ريموټ کنټرولېدل.

د غزني مرستيال وال، محمد علي احمدي وايي، په پېښه کې ټپي شوي کسان د غزني ملکي روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ بلل شوی دی.

"په يو بايسکل کې چې چاودېدونکي توکي ايښودل شوي وو، او د ښار په بزازي سيمه کې يې درولی وو، کله چې د ملي اردو سرتېري له يو حمام څخه راوزي، نو په ريموټ کنټرولېدونکی دغه ماين پرې ور چوول کېږي. چې په پايله کې يې د ملي اردو يو سرتېری وژل شوی، دوه ټپيان شوي او د حمام څښتن هم ژوبل دی. "

تر اوسه پورې د پېښې مسووليت کومې ډلې نه ده منلی.

وړمه ورځ د غزني په دهيک ولسوالۍ کې د بهرنيو سرتېرو يوې الوتکې هم څلور تنه سيمه ييز پوليس او دوه عام وګړي وژلي وو.
XS
SM
MD
LG