د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوالې رسنۍ( د اپرېل شپږمه)


فارن پاليسي مجله ليکي، په پاکستان کې فرقه ايز تشدد ته په کتو سره داسي امکان شته چې په راتلونکو انتخاباتو کې به د هيواد ۲۰ فيصده آبادي لرونکې شيعه ګان د واکمن ګوند په مخالفت کې رايې واچوي.

بلخوا ايکونومسټ مجله ليکي، په داسي حال کې چې د کرزي د ولسمشرۍ موده په راتلونکې کال کې پای ته رسيږي او په هيواد کې انتخابات تر سره کيږي، د بلخ د والي عطا محمد نور په اړه داسي ګنګوسې دي چې کېدای شي تر ولسمشرۍ پوري ځان ورسوي.


فارن پاليسي مجله ليکي، په پاکستان کې فرقه ايز تشدد مخ په زياتېدو دی او ځيني شنونکې خو اوس پر شيعه ګانو بې رحمه بريدونو ته د ټول وژنې نوم ورکوي.

بلخوا ځيني څارونکې دا ويره هم لري چې د روانې ناکرارۍ او د امنيت خطرناک حالت کېدای شي د هيواد د ۱۱م مې انتخابات وځنډوي. مجله ليکي، په دې خبره پوهېدل آسان دي خو بيا هم دا يو بې ځايه اندېښنه ده ځکه چې په پاکستان کې تر دې هم په سختو نا امنه حالاتو کې انتخابات شوي دي چې يوه مهمه بېلګه يې په سوات سيمه کې د ۲۰۰۸م کال انتخابات دي چې هغه وخت په دې سيمه کې وسله وال طالبان ډېر پیاوړي وو.

مجله ليکي، ځيني نور شنونکې بيا داسي فکر کوي چې فرقه ايز تشدد ته په کتو سره داسي امکان شته چې په راتلونکو انتخاباتو کې به د هيواد ۲۰ فيصده آبادي لرونکې شيعه ګان د واکمن ګوند په مخالفت کې رايې ورکړي.

مجله پوښتنه راپورته کوي چې شيعه ګان به په داسي حالاتو کې چاته رايې ورکړي؟ په ځواب کې ليکل شوي چې دوی به غالباً پاکستان مسلم ليګ نواز ډلې ته ووټ ورنکړي چې په اړه يې ويل کيږي کېدای شي راتلونکی حکومت دوی جوړ کړي.

د مجلې په وينا داسي امکان شته چې شيعه ګان د عمران خان تحريک انصاف ګوند ته رايې ورکړي چې د مسلم ليګ نواز ډلې او پاکستان پيپلز پارټۍ په پرتله په فرقه ايزو نښتو کې کې د ککړو ډلو په ښکاره غندنه کوي.

بلخوا ايکونومسټ مجله ليکي، له کابله دباندي د افغانستان د بلخ ولايت د والي عطا محمد نور په څېر ډېر کم داسي واليان دي چې د ده غوندي طاقتور وي.

که چيري د نوموړي د حيثيت په اړه واورېدل شي نو سړي ته شکونه پيدا شي.
هغه په فانوسونو د سنګار شوي يو لوی سالون په پای کې د سرو زرو له تخته د مېلمنو هرکلی کوي.

د هغه خبره د بلخ له مرکز مزار شريف څخه بيا له ازبکستان سره د زيات عايد لرنکې سرحدي ښار حېرتانه پوري د ډبرې کرښه وي او څوک يې نشي ردولای. مجله ليکي، د ښوونځي د پخواني ښوونکي له کبله نوموړی د استاد عطا په نامه مشهور دی.

که څه هم هغه په رسمي توګه کابل ته جوابده دی او د ولسمشر کرزي لخوا ټاکل شوی خو په عملي توګه هغه په خپل ځان کې باچا دی او د هيواد د شمال يو ځواکمن کس دی چې ډېر زيات دولت او ټينګ ملاتړ لري.

نوموړی په ولايت کې د دښمنانو نه لرلو له کبله د نورو افغان واليانو څخه بېل حيثيت لري. په داسي حال کې چې د کرزي د ولسمشرۍ موده په راتلونکې کال کې پای ته رسيږي او په هيواد کې انتخابات تر سره کيږي، د استاد عطا په اړه داسي کنګوسې دي چې کېدای شي تر ولسمشرۍ پوري ځان ورسوي.

مجله پر مخ ليکي، استاد عطا هغه وخت نور هم ارزښت پيدا کړی کله چې د روان کال په پيل کې درو نورو ځواکمنو مشرانو احمد ضيا مسعود، عبدالرشيد دوستم او محمد محقق وويل چې که چيري استاد عطا د ولسمشرۍ انتخاباتو ته دريږي نو دوی به يې ملاتړ وکړي خو عطا تر اوسه اعلان نه دی کړی او وايي که چيري نور کانديدان د ډاډ وړ نه وه نو بيا به دريږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG