د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د پت په نوم ۹۱۳ښځې وژل شوي


د پاکستان بشري حقونو کمېشن په یوه تازه رپورټ کې ویلي، تېر کال په دې هیواد کې د پت په نوم ۹۱۳ ښځې او نجونه وژل شوې دي.


دا رپورټ پرون خپور شوی دی. د بشري حقونو کمېشن مشرې زهرې یوسف نن مشال راډیو ته وویل، په قبایلي سیمو کې د خرابو حالاتو له وجې هلته د ښځو وضیعت مالومات نه شي تر لاسه کولای:

((په قبایلي سیمو د حالاتو له کبله له هغه ځایه مالومات تر لاسه کول ډېر ګران شي. په خیبر پښتونخوا کې ځینې پېښې شوې دي خو زیاتره [وژنې] په سېند او جنوبي پنجاب کې شوې دي.))

زهره یوسف وايي، په سېند او پنجاب کې دا وژنې د قبایلي جرګو پرېکړو په نتیجه کې شوې دي.

پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن يا HRCP د دوه زره دولسم کال په اړه خپل رپورټ کې ويلي چې حکومت په آئين او نړيوالو قانونونو کې د ولس سره کړې يوه وعده هم نه ده پوره کړې او دا وخت د قبايلي سيمو په ګډون د ملک يوه برخه کې هم د قانون عملداري په نظر نه راځي.

مشال راډيو سره خبرو کې د کمېشن يو چارواکي نظام الدين وينا وه چې پروسږکال کراچې کې دوه ويشت سوه نه زيات خلک وژلي شوي دي دغه رنګ ملک کې د ترهه ګرۍ په نورو پېښو کې د دوه زره نه زيات کسان مړه او خواوشاه څلور زره ژوبل شوي دي.

د ده په خبره کال دوه زره دولسم کې قبايلي سيمو کې ټولې اته څلوېښت حملې شوي دي چې په کې تر څلور سوو پورې کسان وژل شوي دي.

نظام الدين زياته کړه چې د حکومت ړومبې زمه واري د ولس د ژوند حفاظت کول دي او نور بنيادي ضرورتونه روستو خبره ده خو د بده مرغه داسې هېڅ اقدامات نه دي شوي چې ورسره دا خبره ظاهرېږي راتلونکې کې به حالات ښه شي بلکه دا ورځ په ورځ خرابېدو اړخ ته روان دي.

پاکستان کې مخ په خرابيدونکي حالاتو په اړه چې کله مشال راډیو د خېر ښېګړې د پاره کارکونکي او د يو غير سرکاري تنظيم غړي عاصم ملک نه تپوس وکړو نو ده وویل چې د پاکستان په ضد نړيوال قوتونه کار کوي او غواړي چې پاکستان غېر مستحکم کړي.


د ده په خبره دې کې زمونږ د حکومت او استخباراتي ادارو د ناکامۍ نه زيات لاس د دوي د غفلت دې ځکه چې دوي هډو دې معاملې ته پاملرنه نه کوي.
ده زياته کړه چې د پاکستان په حالاتو کې لوی کردار زموږ د غلطو پاليسو هم دې.

د کمېشن په رپورټ کې ويلي شوي دي چې کال دوه زره دولسم کې پاکستان کې څوارلس خبريالان هم وژل شوي دي او دا رنګ پاکستان په نړۍ کې د خبريالانو د پاره خطرناکو ملکونو کې شميرلې شي.
رياض موسه خېل
XS
SM
MD
LG