د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د فراه پیښه وغندل


افغان ولسمشرحامد کرزي د دې هیواد په فراه ولایت کې د وسله والو طالبانو هغه برید یو ځل بیا ټول وژنه بللې ده چې د چارشنبې په ورځ یې تر پنځوسو زیات کسان ووژل.

ولسمشر کرزي پرون په یوه راډیویي وینا کې طالبان په دې تورن کړل چې د افغانستان د بې ثباته کولو لپاره هڅې کوي.

ولسمشر حامد کرزي وویل، اوس چې افغان حکومت د بګرام زندان بشپړ مسوولیت واخیست او د ګڼ شمېر بېګناه افغانانو د خلاصون امکان برابر شو، نو طالبانو د دې هڅو د بدنامولو لپاره په فراه ولایت کې د ملکي افغانان قتل عام وکړ.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په فراه کې د وسله والو طالبانو هغه برید په کلکه غندلی دی چې د چار شنبې په ورځ یې په فراه ولایت کې تر پنځوسو زیات کسان ووژل.


د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي ، دوی اوس هم په افغانستان کې د وسله والو طالبانو ، القاعده او نورو اورپکو ډلو له خوا د ولسي خلکو ، افغان او نړیوالو ځواکونو ته د ورپېښې خطر په اړه جدي اندېښنې لري.

بل پلو د نېټو عمومي منشي اندرس فوغ راسموسن هم په یوه بیان کې چې پرون د نېټو په انټرنېټ پاڼه کې خپور شوی ، د وسله والو طالبانو له خوا دا برید په کلکه غندلی دی او له افغان حکومت سره یې د خپل ملاتړ پر دوام ټینګار کړی دی.

افغان چارواکي وايي، چې د فراه پر محکمه د چارشنبې برید وسله والوطالبانو د خپلو هغو ملګرو د خوشې کولو لپاره پلان کړي وو چې محاکمه یې روانه وه.

په دې برید کې تر پنځوس زیات داسې کسان ووژل شول چې زیاتره یې عام خلک وو. او شاوخوا سل تنه نور هم ټپیان شول.
XS
SM
MD
LG