د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسله والو د امن کمیټۍ د غړو ۲۵ کورونه سوځولي


د خیبر ایجنسۍ په لرې پرته سیمه تیرا کمرخېل تختکۍ کې وسله والو د کمر خېل امن کمیټۍ د غړو تر پینځه ویشتو زیات کورونه سوځولي دي.


د خیبر ایحنسۍ یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط نن مشال راډیو ته وویل چې دا کار تېره شپه د لښکر اسلام وسله والې ډلې کړی دی.

د دې چارواکي په وینا ، د کورونو د سوځولو په ترڅ کې کوم ځاني زیان نه دی رسېدلی. یادې وسله والې ډلې لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

یاده دې وي چې د تیرا په بیلا بیلو برخو کې له تېرې اوږدې مودې راهیسې بد امني ده او وخت نا وخته په کې داسې پېښې رامنځ ته کېږي.

په دې ورستیو کې په دې سیمه کې د وسلوالو ډلو ترمنځ د نښتو پر مهال په لسګونه کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي. او په زرګونه خلک پر دې مجبور شوي چې له دې سیمې کډي وکړي.
XS
SM
MD
LG