د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي عرب کې زرګونه پښتانه بندیان دي



شبیر جان پېښور

سعودي عرب کې مزدورۍ له پاره تللي کسان وايي چې په زرګونه پښتانه دا وخت د سعودي عرب په جېلونو کې بندیان دي او ځینې یې بیرته خپل ملک ته استول شوي دي.
دوی زیاتوي چې له پښتنو سره په بندیخانو کې ډېره ناوړه او ناروا سلوک کېږي. خو د پاکستان د بهرنو چارو وزار له مشال راډیو سره په دې اړه ناخبري ښودلې او وايي چې دوی هېخ مالومات نه لري.

د سعودي عرب بندیخانو کې د قید یانو خپلوانو مشال راډیو ته وویل چې دوی ډیر غریبان دي او ټول په پورنو سعودي عرب ته تللي دي خو اوس هلته له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

د مردان ضلعې سید باچا وايي((دوه وروڼه د تره زامن او نور خپلوان او کليوال مې دا وخت هلته ګېر دي. هغوی وايي له خپلو دېرو که بهر ووځو نو پولیس مو نیسي. قانوني ویزې لرې، بیا هم له مشکلاتو سره مخامخ دي((

د دیر غلام حضرت وايي چې قانوني ویزه یې لرله بیا یې هم جېل خوړلې دی:

)) په وړوکې کوټه کې به یې ګڼ قېدیان اچولي ول او د سختې ګرمۍ تر څنګ به یې له یوه بله ناروغۍ هم اخیستلې. سخت ظلم راسره کېدلو. خوراک یې هم سم نه راکولو.((

نو موړي زیاته کړه چې د سعودي ایمیګریشن قانون کې لږ بدلون هم شوی دی او آزادې ویزې هم غیر قانوني دي نو ځکه د پاکستانیانو د نیولو او رالیږلو لړۍ تونده شوېده.

خو د پاکستان د خارجه دفتر د بهر ملکی پاکستانیانو له پاره مرستیال ډایرېکټر عبدالسلام مشال راډيو ته وویل: ((موږ ته کره معلومات نشته، او دا کمه شمېره چې تاسو میډیا وایاست، څلویښت زره، دا خو غلطه ده او که څه غیر قانونی وي نو وي به باقي چې څومره قیدیان وي دا خو موږ ته په سرکاري توګه شمیره راځي او چې څوک قانوني ویزه او کاغذونه لري، هغوی ته هېڅوک هم څه نه شی ویلای. هغه خلک به ستونزې لري چې په غلا تللي وي.))

یادونې ده چې د امن جرګې خیبر پښتونخوا مشر سید کمال شاه وینا ده چې په دې لړ کې به دوی د دغه متاثرینو سره د خارجه دفتر مخې ته په اسلام آباد کې احتجاجي مظاهره کوي او باید حکومت د دوی د راخوشې کولو لپاره هلې ځلې وکړي.
XS
SM
MD
LG