د هنګو ضلعې په ټل سیمه کې د راتلونکو ټولټاکنو لپاره آزاد امیدوار عمر بنګښ د بجلۍ ګریډ سټیشن ته د زیان رسولو په تور نن د زیارت په ورځ ونیول شو.
د سیمې د پولیسو مشر چارواکې ډی ایس پی سید شوکت علی شاه مشال ریډیو ته وویل چې د ضمانت درخواست ردېدو وروسته یې نوموړی ونیولی.
چارواکي زیاتوي د پروسږ کال اوړي یا دوبي کې د ټل سیمې خلکو دعمر بنګښ په مشري کې د بجلۍ لوډشیډنګ پرخلاف احتجاج کړی وو او د ټل ګریډ سټېشن کې ته د تاوان رسولو په تور د هغه خلاف پولیسو کیس درج کړی وو.
عمر بنګښ د ټل سیمې اوسېدونکې دی او له پي کې ۴۳ نه د صوبايي اسمبلی د انتخاباتو لپاره ولاړ دی.