د لاسرسي ځای

تازه خبر

"طالبان په افغانستان کې د پردو لپاره جنګېږي"


د افغانستان ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی

د افغانستان ولسمشر حامدکرزي په یوه راډیویي وینا کې نن )پنجشنبې ورځ) وویل چې" د فراه ولایت په مرکز کې پرونۍ ولسي وژنې موږ ته وښودله چې طالبان د پردو پر لاسو په یوه سیاسي لوبه کې داسې ګیر شوي دي چې هر عمل یې د دوی خپل شعار نفي کوي."


حامدکرزي وویل: "هر کله چې موږ په افغانستان کې د هېواد دملي حاکمیت د خوندي کولو، د خلکو د بسیاینې او پر ځان اتکاء لپاره یو کامیابه ګام پورته کړو، طالبان یو داسې عمل کوي چې په هېوادکې تشدد او تشنج ته لا زیاته زمینه برابره کړي او په هېواد کې روانه شخړه دوام ومومي."

جمهوررئیس زیاته کړه: په دې ورځو کې موږ په هېواد کې د ملي حاکمیت او سولې د لازیات ټینګښت لپاره یو بل بریالی ګام پرمخ واخیست، د بګرام زندان د افغانستان حکومت ته انتقال شو، له بګرام او نورو زندانونو څخه ډېر بیګناه طالبان او د طالبانو په نامه نیول شوي بندیان خوشې شول. دې انساني عمل په وړاندې طالبانو د دې لپاره د فراه غمیزه وزیږوله چې له زندانونو د طالبانو د خلاصون په وړاندې زموږ خلک بدبینه کړي.

حامدکرزي وویل: د طالب او د طالب په نامه د خلکو نیول او زنداني کول په خپله د تشنج او تشدد یو عامل دی، موږ زیار باسو چې د طالبانو په نامه بیګناه بندیان آزاد کړو، د شپې د عملیاتو او ملکي تلفاتو مخه ونیسو او په دې ډول په هېواد کې زور زیاتی او تشنج لږ او د خپلو خلکو عزت خوندي کړو، خو بالمقابل طالبان د پردو په اشاره او دهغوی د اهدافو لپاره داسې استعمالیږي چې د طالبانو په نامه د نیول شوو بیګناه خلکو د آزادۍ او د خلکو د عزت د خوندي تابه په مقابل کې په ولس وژنه لاس پورې کوي او د پردو د اهدافو د تامین لپاره په هېواد کې د سولې د تامین مخنیوی کوي ترڅو د پردوجنګ او ترور زموږ په هېواد کې ادامه پیدا کړي.

ولسمشر کرزي وویل: زه دلته پر افغاني طالبانو غږ کوم چې له خپلو مشرانو وپوښتي چې د کابل، خوست او فراه دا عام وژنې د چا لپاره او د چا د اهدافو د تحقق لپاره؟ آیا د دې لپاره چې د طالب په نامه نیول شوي بیګناه خلک لا هم بندیان وي او آزاد نه شي او یا د بګرام د زندان انتقال د افغانستان ملي حاکمیت ته ونه شي او حاکمیت ټینګ نه شي؟ که دغه مشران د دوی دغو پوښتنو ته ځواب نه لري، نو رادې شي خپل وطن ته او له خپلو هېوادوالو سره دې خپل صف یو کړي او نور دې د پردو د اهدافو لپاره نه استعمالیږي.

حامدکرزي زیاته کړه: د فراه ولایت د پرونۍ آلمناکې پیښې د څیړلو لپاره مې د کابینې د وزیرانو په شمول، یو لوړ پوړی دولتي پلاوی فراه ته استولی دی، څو د پیښې هر اړخیزه څیړنه وکړي او د پیښې له مصدومینو او د شهیدانو له کورنیو سره لازمې مرستې وشي او د ټپیانو د درملنې لپاره لارې چارې وسنجول شي. خدای دې افغانستان له دې غم او درده خلاص کړي او د پردو او د هغوی د اهدافو خلاص کړي او افغانستان دې خدای په خپل کورکې په امن ولري.

حامد کرزي د خپلې وینا په پای کې وویل:" بیا هم په طالبانو غږ کوم چې د پردو ټوپک او د پردو اهداف او افغان وژنه او مسلمان وژنه پریږدیء که مسلمانان یاست او که افغانان.
XS
SM
MD
LG