د لاسرسي ځای

تازه خبر

بالي ووډ پر ملالې یوسفزۍ فلم جوړوي



د ټایمز اف انډیا ورځپاڼه د اداکار امجد خان له خولې لیکې که هر څه له پلان سره سم پر مخ ولاړ نو د تعلیم مبارزې ملالې یوسفزۍ په اړه د جوړونکي فلم شوټینګ به د هند په کانپور کې کوي.



له ورځپاڼې سره په ټلېفوني خبرو کې امجد خان وویل چې(( زما فلم ننګیالې ملالې یوسفزۍ ته ډالۍ دی چې د تعلیم لپاره یې په زړورتیا مبارزه کړې، هغې په خپل وړوکتوب وښودله چې هوډ او ننګ په عمر پورې نه دی تړلی)

خان وايي، هغې نجلۍ ته به، چې، د ملالې کردار ادا کوي پوره خوندیتوب ورکول کېږي. ”دمګړۍ موږ د هغې نجلۍ نوم نه جوتوو چې د ملالې رول ادا کوي. په دغه فلم کې به ډېني، نصرالدین شاه، اوم پوري، کې کې مېنن او سیما بیسواس د سر سر لوبغاړي وي.)

دی وايي، د دغه فلم شوټینګ به د کانپور پرته په امریکا، ایران او بوج کې هم کېږي.

فلم جوړونکی وايي، د فلم د لومړۍ ورځې ګټه به په سوات کې ملاله سکولونو ته بسپنه کوي.
XS
SM
MD
LG