د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د افغانستان امن د ټولې سیمې لپاره مهم دی"




رياض موسه خېل

د پاکستان خارجه دفتر وايي، ټول ګاونډي ملکونه په افغانستان کې امن او ثبات غواړي.
په اسلام آباد کې د اونيزې خبري غونډې پر مهال وياند اعزاز احمد چودري وویل د پاکستان، روس او چېن ترمنځه په درې اړخيزه خبرو اترو کې د افغانستان پر صورتحال او هلته د امن او استحکام په چارو غور وشو.


دی زیاتوي، چې درې واړو ملکونو هوډ څرګند کړ چې د افغانستان امن او قراري کې به خپل کردار ترسره کوي.

اعزاز احمد چودري وویل روس او چين د شنګهای همکاري سازمان غړي او پاکستان یې مبصر دی او کولی شي دا فورم هم د افغانستان د امن او ثبات له پاره په موثره توګه پکار راوستل شي. خو کله چې له نوموړي تپوس وشو چې د تنظيم کردار به څه وي نو هغه وویل چې دا واضحه نه ده چې دا تنظيم به څه کردار ولوبوي خو بيا هم هر نړيوال تنظيم خپل اثر او زور لري.

د افغانستان د امن او قراري به چين او روس ته څه ګټه ورسي په دې اړه راته د سيمه چارو کار پوه او افغانستان کې د پاکستان پخواني سفير رستم شاه مهمند وویل چې دا وخت چين افغانستان کې د معدنياتو او ماینینګ په څانګه کې لويه پانګه اچوي او غواړي چې د افغانستان د پټو خزانو نه ګټه پورته کړي.

دغه رنګ د سيمه ايزو چارو يو بل کار پوه او پېښور پوهنتون کې د اېريا سټډيز د څانګې مشر ډاکټر سرفراز خان وویل، چې د پاکستان نه سربېره روس ، چين، ايران او هندوستان هم لوی ملکونه دي او نه شي کېدای د دوی د ملاتړ بغير په افغانستان کې امن راشي نو ځکه به په هره پروژه او مذاکراتي عمل کې د ټولو ګډون او صلاح ضروري وي.

د ده په خبره د افغانستان امن او سلامتۍ کې به ټولو ګاونډيو ملکونو ته خپل کردار ترسره کول وي او له دې سره د ټولې منطقې امن تړلی دی.
XS
SM
MD
LG