د لاسرسي ځای

تازه خبر

راتلونکيو ټولټاکنو کې د ځوانانو ونډه



سراج ظهير مشال راډيو

اسلام آباد:-د پاکستان الېکشن کميشن وايي، چې سږ کال به په راتلونکيو ټولټاکنو کې له ټوله هېواده څلور کروړه نجونې او ځوانان خپل ووټ کاروي، چې په کې ٥٠ لاکه له خيبرپښتونخوا او ٧ لکه د فاټا ځوانان شامل دي.


په دې لړ کې له مشال راډيو سره خبرو کې د الېکشن کميشن وياند الطاف احمد د دې خبری پخلی وکړ او هیله یې وښودله، چې ځوانان به په راتلونکيو ټولټاکنو کې به پوره توګه خپله برخه اخلي او د ده په خبره په تاريخ کې په لمړي وار په دومره شيمر کې به له فاټا ځوانان خپلې رايې کاروي.

د پاکستان او په خاص توګه د خيبر پښتونخوا سره سره د فاټا ځوانانو چې په لمړي ځل دومره لوی شمير کې خپل ووټ درج کړی دى د راتلونکيو ټولټاکنو لپاره څه جذبه لري او څومره هيلې لري چې د دوی د دې کردار له وجې به د قبايلي سيمو د ولس په ژوند کې څۀ بدلون راشي؟

کله چې مشال راډيو د سويلي وزيرستان سره تعلق لرونکي زين الله ماسيد څخه پوښتنه وکړه نو نوموړي وويل چې، ((، دا ډيره ښه خبره ده چې په دومره لوی شمير کې د قبايلي ځوانانو ته د ووټ حق ترلاسه شو.او نن سبا موږ وينو چې کومې سياسي هلې ځلې دي په هغې کې موږ ځوانان پوره برخه اخلو. او هيله لرو چې موږ به راتلونکيو ټولټاکنو کې د ووټ په زريعه بدلون راولو او دا هم يوه غټه خبره ده چې يو خو به د فاټا ځوانانو کې سياسي شعور او پوهه رابيداره شي او بله ورته د نمايندګۍ موقعه په لاس ورشي))

دغه رنګ د وزيرستان يو بل ځوان امين ماسيد بيا ځينې ګيلې لرلې: (( صرف دومره خوشاله يم چې کيداﺉ شي، ځوانان مخکې راشي او تعليم يافته خلک مخې ته راشي نو دا يوه ګټوره خبره ده نو کيداي شي چې د دوی له وجې ٢ في صده بدلون راشي.او زه په دې نه يم خوشاله چې فاټا له پاکستانه هېره شويده چې فاټا چرته ده ؟

ګوره زما کور چې کوم دى هغه په وزيرستان کې دى او زما ووټ درج په وزيرستان کې دى او زه ژوند د پاکستان پوځ له لاسه په ډيره اسماعيل خان کې کوم نو دې پوځ موږ سره هغه کارونه وکړل کوم چې موږ سره په شپيته کاله کې انګرېزانو هم نه دي کړي. نو دا ماته بيخې سمه خبره نه ښکاري چې زه ووټ ورکړم او زما په ژوند کې به څه بدلون راشي))

کله چې مشال راډيو د سوات سره تعلق لرونکي نجيب الله زيري نه د هغه د هيلو او جذبو په اړه وپوښتل نو نوموړي وويل:

((زه خو ډير زيات خوشاله يم او ډيره منډه وهم په دې ټولټاکنو کې او خپلو همځولو ملګرو ته هم دا تلقين ورکوم چې هغوی هم په دې ووټونو کې خپله زړه خوښي ښکاره کړي ځکه چې د ولس زموږ ځوان کهول ته سترګې په لار دي. نو بايد چې موږ ځوانان دا خپل وطن له تره ګرۍ او فسادونو وژغورو))

همداراز کله چې مشال راډيو د تعليمي چارو تجزيه کار ، استاذ او خبريال شيرعالم شينواري څخه په راتلونکيو ټولټاکنو کې د ځوان کهول د کردار لړ کې وپوښتل نو هغه وويل:

(( ځوان کهول به پوره پوره کردار ترسره کوي او دوي به خپله ووټ هم اچوي او دوي به د خپلو ګوندونو نقطه نظر کور تر کوره خلکو ته رسوي نو زما په خيال دا به ډير لوي بدلون راولي او د هر ګوند سره چې د دوی تعلق وي. خو دغه ځوانان به په لويه پيمانه خپل کردار ادا کوي او زما په خيال په لومړي ځل په دومره لويه شميره کې ځوانان خپل ووټ اچوي چې د بدلون باعث به ګرځي))

د ذکر وړه ده چې له دې سربيره سږکال ټولټاکنو کې د برخې اخستو لپاره يو شيمر ځوانان انتخاباتو کې هم برخه اخلي.
XS
SM
MD
LG