د لاسرسي ځای

تازه خبر

پیونګ یانګ واشنګټن ته د پوځي برید ګواښ وکړ




شمالي کوریا واشنګتن ته خبرادری ورکړ چې پوځ یې یوه بې رحمه برید ته تیار دی چې کېداﺉ شي اټومي وسلې هم وکاروي.


د پیونګ یانګ له لورې د پنجشنې سهار وختي دغه ګواښ د د روانو دړکو د سلسلې برخه ده چې امریکا او جنوبي کوریا ته ورکول کېږي.


یوه پوځي ویاند یې د کوریايي مرکزي خبرې اژانس له لوري په خپاره کړي یوه بیان کې ويلي ،چې خپلو سرتېرو ته یې د امریکايي یرغل پر وړاندې د پیاوړي، عملي پوځي اقدام اخیستو اجازه ورکړې.

دغه خبرداری له هغه وروسته راغلی، چې د امریکا دفاع وزارت پېنټاګون ویلي ول، د امریکا د ارام سمندر په ګوام سیمه کې به د توغندو دفاعي سیستم لګوي چې خپله دفاعي وړتیا پیاوړې کړي.

د پنجشنبې په ورځ د جنوبي کوریا دفاع وزیر وویل، شمالي کوریا د دوی هیواد جنوبي سمندر ته نژدې توغندي لګولي دي. خو کیم کوان جین هغه ګنګوسې ردې کړې چې ګواګې دغه توغندي امریکا ویشتلاﺉ شي.


د جنوبي کوریا د دفاع وزارت ویاند وي یانګ - سب وویل ، د دوی پوځیان د دې ګواښونو ځواب ویلو ته چمتو دي.

((زموږ وسلې تیارې دي. د شمالي کوریا د نني بیان په اړه ، زموږ د پوځ چمتوالی ډېر ښه دی. موږ هر راز کړکیچ ته ځواب ورکولی شو))

د جاپان د حکومت ویاند هم وايي، چې د شمالي کوریا ګواښونه ټوکیو نه شي وېرولاﺉ.

د امریکا دفاع وزیر چک هیګل پرون (د چارشنبې ورځ) د شمالي کوریا وروستۍ خبرې د امریکا او په اسیا پېسیفیک کې د امریکا د متحدانو لپاره سنجیده او ښکاره ګواښونه وبلل:

((دوی اوس اتومي قدرت لري، دوی توغندي لري، نو د دوی دښمني ، ایرغندي ترغندي خبرې او ځیني اجراﺉات په تیرو څو اونیو کې په ریښتنې مانا زموږ ګټو ته حقیقي او واضح تهدید دی. په ځانګړي ډول زموږ متحدانو ته که هغه خنوبي کوریا ده، که جاپان دی، همداراز د شمالي کوریا ګواښونه مستقیما متحد ایالتونو ته متوجه دي))

څیړونکي وایي، چې شمالي کوریا دا وس نه لري چې د امریکا خاوره وولي خو کولی شي چې امریکایي ځواکونه په جنوبي کوریا او جاپان کې په نښه کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG