د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسد الله خالد افغانستان ته ستون شو




د افغانستان د ملي امنیت رييس اسد الله خالد په امریکا کې تر درملنې وروسته پرون(چارشنبه) په کابل کې له ولسمشر حامد کرزي سره ولیدل.

اسد الله خالد تېر کال د دسمبر په شپږمه نېټه په یوه ځان وژونکې حمله کې تر ټپي کېدو وروسته د درملنې لپاره امریکا ته یووړل شو.

نوموړي له ولسمشر کرزي سره په کتنه کې وویل چې په دې خوښ دی چې یو ځل بیا خلکو ته د خدمت کولو جوګه شوی دی.

خالد له ولسمشر سره له کتنې وروسته د خپل ریاست په لومړنۍ کاري غونډه کې ګډون وکړ او خپله دنده یې له څو میاشتې وقفې وروسته بیا شورو کړه.

افغان ولسمشر حامد کرزي اسد الله خالد ته په خپلو کارونو کې د بریالیتوب هیله وکړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG