د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د نارنج ګل دوديزه مشاعره


بازمحمد عابد مشال راډيو

د ننګرهار د اطلاعات او فرهنګ رياست تر سيوري لاندې د نارنج ګل دوديزه کلنۍ مشاعره د اپريل په دويمه نيټه، د جلال اباد ښار شاهي ماڼۍ کې تر سره شوه چې د افغانستان له ګوټ ګوټ نه په کې په سلګونو تنو شاعرانو ګډون کړی و.


د ننګرهار والي ګل آغا شېرزوی
د ننګرهار والي ګل آغا شېرزوی
د مشاعرې پرانسته د ننګرهار والي ګل اغا شيرزي وکړه. نوموړي په خپلو خبرو کې له شاعرانو تمه څرګنده کړه چې په خپلو شعرونو کې خلکو ته د سولې او امن پيغام ورکړي.نوموړي وويل:

« زه د خلکو دود دستور او فرهنګ ته په احترام سره د دې مشاعرې نيک ګام او ستره فرهنګي لاسته راوړنه ګڼم. او په دې هيله يم چې دغه شان محفلونه به زموږ د ټولنې په يو والي، ملګرتيا او اتحاد په لاره کې مثبت تاثير ولري.»

په مشاعره کې په لسګونو تنو شاعرانو شعرونه وويل چې د څو تنو يې ستاسو په وړاندې ږدو.

عصمت الله بشري په خپله سندره کې خپل محبوب د نارنج ګل په مناسبت ننګرهار ته رابولي.
ښکلي لغمان ته راشه ياره
ښکلي ننګرهار ته ځو جانانه
په خوګياڼو د بشري پوره غزل دی
ننګرهار ته راشه نارنج ګل دی.

له پکتيا څخه راغلي شاعر لمر نيازي په هنري ژبه خپل پيغام داسې وړاندې کړو:

رنګ نه يم، وږمه يمه، نرۍ څوکه د خار نه يم
اوښکه د شبنم نه يم د ګل په اوږو بار نه يم
غر يمه، ځنګل يمه، د خدای له ډاره شين يمه
شکر د بشر په وينو سوړ لړلی ښار نه يم.

انور الحق يرغل په خپل شعر د ماشومانو غم ژړلی و.
د خدای خاطر وکړیء چې غم يې وخوریء
ښار کې به څو پلوري اوبه ماشومان
هديرې وژړل ځانمرګي ته چې
خير دی راليږه مه، واړه ماشومان.


په تيرو کلونو کې به د نارنج ګل مشاعره د ولس په وړاندې تر سره کيدله چې څو ځل د شعاري شعرونو په ويلو سره د بد نظميو ښکار شوې وه. خو سږکال يې ورته په شاهي ماڼۍ کې تابيا نيولې وه چې يوازې وربلل شوي کسانو په کې ګډون کړی و.

د همايوني سجاد په نوم يو تن محصل وايي چې نارنج ګل مشاعره ولسي ميراث و خو اوس چارواکو تر دربار ه پورې محدوده کړې ده.
« دغه مشاعره به مخکې په داسې يوه ځای کې کيدله چې ټولو فرهنګپالو او د ننګرهار ولايت د ولس خلکو به په کې برخه اخيسته. خو برعکس سږکال داسې کيسه شوې چې د ننګرهار د خلکو مشاعره دربار ته راغلې ده. پخوا به په کې زرګونو تنو ګډون کولو او اوس په کې سلګونو تنه ګډون کړی دی.»

خو څانګه جبار خيل وايي چې د مشاعرې محدوديت په ړومبي ځل ښځو ته دا چانس ورکړ چې په نارنج ګل مشاعره کې ګډون وکړي.

« دا ځل دغه مشاعره د تيرو کلونو په نسبت ډيره ښه وه. موږ هم وشوکولای چې په کې ګډون وکړو. تيرو کلونو کې به داسې وو چې د شعرونو په ځای به په کې شعارونه ويل کيدل. خويندو به په هيڅ شکل نه شو کولای چې په دغسې مشاعرو کې ګډون وکړي. نن خوشحاله يم چې دا مشاعره محدوده شوې او موږ په کې ګډون کړی. او د بيلابيلو هغو شاعرانو شعرونه مو واوريدل چې واقعاٌ زه يې مينه واله يم.»

د ماليې وزارت سلاکار شاعر او ليکوال استاد نجيب منلي هم د مشاعرې محدويت ته په ښه سترګه ګوري وايي چې په دې سره به د ابتذال مخه نيول شوي وي.

« د تيرو کلونو په نسبت مشاعره ډيره درنه وه، ډيره بريالۍ وه او ډيره ارامه وه. د نارنج ګل له روحيې سره يو وار بيا يو وار بيا ننګرهار پخلا شو او يو وار بيا واقعاٌ هغه شاعرانه فضا چې د نارنج ګل لپاره پکار ده، بيا رامنځته شوله. زه فکر کوم چې دغه فورمول د يو څه وخت لپاره بريالي فورمول وي، چې د ابتذال او کنځلنامو مخه ونيول شي.»

د ننګرهار د اطلاعات او کلتور ريس اورنګ صميم خوښ و چې شاعرانو په هنري شعرونو ويلو سره د مشاعرې خوند او رنګ يو په دوه کړی و.

سږکال د تير کال په نسبت باندې يقينناٌ موږ سره د ننګرهار شاعرانو او هغه څوک چې له نورو ولايتونو څخه راغلي ول، په حقيقت کې د ادب مظاهره وکړله، ښکلي شعرونه يې راته واورول. دا شعرونه ول وو چې ملي ګټې په کې تمثيل شوې، هيوادنۍ ګټې په کې تمثيل شوې،د ولسونو هيلې په کې منعکس شوې او هغه هم په داسې يوه ادبي انداز کې منعکس شوې چې ليدونکو او اوريدونکو په کې د خپل خيال نيلي وځغلول.»

د مشاعرې په وروستي پير کې بيلابيلو محلي سندرغاړو په سندرو ويلو سره مشاعرې ته ښکلا او ځلا وروبخښله. د تميم ايوب په نوم يوه تن ځوان سندرغاړي د استاد ملنګ جان دغه ترانه وويله.
پښتون زه ملنګ جان يم پنځه وخته ګويان يم
د خدای باچا غواړم ترقي د افغانستان
وطنه زنده باد.»

ياده دې وي چې د څه باندې نيمې پيړۍ راهيسې په ننګرهار کې هر کال د نارنج ګل مشاعره تر سره کيږي. چې سږکال يې د مشاعرې تر څنګ د کلتوري ميلې تابيا هم نيولې چې د اپريل په دريمه نيټه به په شيرزي لوبغالي کې جوړيږي چې د کلتوري اثاتو تر څنګ به په کې په ننګرهار کې بيلابيلې خپرندويه ټولنې خپل خپاره کړي کتابونه هم نندارې ته وړاندې کوي.
XS
SM
MD
LG