د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان و افغانستان کړکېچ سببونه


د افغانستان ولسمشر حامد کرزی له خپل پاکستاني سیال آصف علي زرداري سره.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی له خپل پاکستاني سیال آصف علي زرداري سره.



افغانستان یو واري بيا خپل هغه دریځ تکرار کړي چې پاکستان په افغانستان کې د وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو د بهير پر مخکې خنډونه اچوي، د مشال ريډيو افغان څانګې سره په خبرو کې د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت یو چارواکې سيامک هيروي د چارشنبې په ورځ زياته کړه ـ


((ويل کېږي هغوی چې په پاکستان کې دي او د خبرو لپاره يې زړه کړی، په عملي توګه د پاکستان تر فشار لاندې دي. هغوی غوښتل د سولې د مذاکراتو لپاره سفرونه وکړي خو پاکستان يې مخه نيولې او دوی ته يې په لاره کې خنډونه اچولي. پاکستان کې ځينې نورې داسې کړنې هم شوې. موږ د پاکستان سره پر ښه ګاونډيتوب او ښو اړيکو ټينګار کړی خو له بده مرغه د دوی کارونه د افغانستان د خلکو د ټولو توقعاتو خلاف دي.))

خو په دي اړه مو چې کله د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت وياند اعزاز چودري نه وپوښتل چې پاکستان ولې په افغانستان کې د سولې بهیر مخه نیسي نو هغه وویل چې پاکستان په خپل هغه زوړ دريځ چې افغانستان کې د سولې د بهير ملاتړی يو ،او غواړو چې د افغانستان امن د پاکستان او سیمې په ګټه دی ، کلک ولاړ يو ، اعزاز چودري زياته کړه ـ

((موږه څه افغان طالبان د افغانستان په وینا خوشي کړي دي . چې موخه يې په افغانستان کې د تفاهم لړۍ وه ، بيا افغانستان غوښتل چې دغو طالبانو ته محفوظې لارې ورکړل شی موږ په هغه غوښتنه هم عمل وکړو ، بیا هغوی د مذهبي عالما نو د کانفرنس خبره وکړه، مو ږ هغه هم ومنله ، نو پاکستان دغه ټولې غوښتنې ځکه ومنلي چې غواړی په افغانستان کې د سولې او تفاهم لړۍ مخکې لاړه شي. او موږ به دغه لړۍ جاري ساتو، او موږ ولې دغه کوو هغه ځکه چې موږ په دې خبره قانع يو چې په افغانستان کې امن د پاکستان او سيمې په ګټه دی.))

د پاکستان او افغانستان تر مينځ له مودو راهیسې که يو خوا د ورولۍ او د ګاونډیتوب خبره کېږي نو بل خوا وخت په وخت د دواړو حکومتي چارواکو تر مینځ په یو بل د تورونو او د لفظي شخړې لړۍ هم را منځته کېږي، په اسلام آباد کې د بهرنيو چارو کارپوه او خبر يال عدنان سرور يې سبب دا بيانوي چې د دواړو هيوادونو تر مینځه د بې باورۍ یوه فضا ده نو ځکه وړې وړې شخړې هم دغير ذمه وارۍ بیان بازۍ له وجې زياتې شي. حالانکې د دواړو هيوادونو تر مینځ داسې ادارې موجود ه دي چې یو بل ته خپل شکایتونه رسولا شي ، عدنان سرور زیاته کړه.

((په زړونو کې چې کوم تريخوالی دی، هغه په سمه توګه لا نه دی ختم شوی او که دواړو هيوادنو سره دا ادراک وای چې دغه تریخوالی ختمېدل پکار دی نو بايد ورته کار شوی وای، يو بل ته به رښتيا ویل په کار وي ، او د اوږد مهاله تګلارو لپاره هڅې کول په کار دي ، او په وړو وړو پېښو د سخت غبرګون ښکاره کولو نه که ډډه وکړل شي نو بيا دغه تريخوالی ختمیدای شي، ګوره که څه پيښه وشي نو دواړو هيوادونو ته په کار ده چې اول د هغې پېښې له مختلفو سرچینو پخلی وکړي نو بیا دې پرې د لفظي شخړې کوي، او بله خبره دا ده چې رسنۍ هم ډيره غير ذمه واره رول لوبوي، او د سیاق او سباق نه بغير په خبرونو کې ګرمي پيدا کوي.))

له تيرو څو ورځو راهیسي افغان چارواکې وايي، چې د پاکستان لخوا په افغانستان کې د سولې بهير مخه نیول کېږي ، په پاک افغان پوله د افغانستان له اجازې پرته پوځي فعالیتونه کېږي او د پاکستان لخوا په افغانستان کې د توپ ګولې ویشتل کېږي خو پاکستان بيا دا تورونه ردوي.
XS
SM
MD
LG