د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستان کې پوځ ډموکراسي ته زیان رسولی"



رابعه اکرم

اسلام آباد:- په پاکستان کې بریټیش کونسل د يو سروې مطابق چې د پاکستان ځوان نسل د جمهوريت پر ځای شرعي نظام او پوځي حکومت ته ترجيح ورکوي.


د غوره سياسي نظام په اړه ترسره شوې سروې د کړو پوښتنو په ځواب کې ډېری ځوانانو د شرعي نظام په حق کې خپل رایې ورکړې دې، په دويم پوځي نظام او په دريم يې جمهوري نظام خوښ کړی دی.

دې سروې په اړه معلومات اتلس کالونو نه تر يو کم ديرش کاله عمره پورې ځوانانو نه شوې وو چې پکې څلور نوي(٩٤) فيصده زيات ځوانان وايې چې ملک پر سم لوري نه دی روان.

د دې سروې په اړه شننونکې عائشې صديقې مشال راډيو ته وويل چې((د ضيا الحق دور نه موږ په کوم ډګر روان يو، نو د هغې له وجې مذهب زموږ سياسي نظام کې نفوذ کړی دی. او ځوانان چې دا وايې چې شرعي نظام پکار دې نو زما په خيال هغې ته چې کوم ټريننګ ورکړل شوی دی نو په هغه حساب دوی دا کوي. او تر څو چې د هغوی په جمهوري نظام کم اعتماد دی او په پوځ زيات. نو که وګورﺉ، په هغه معاشرو کې چې پوځ حکومت ورباندې کوي نو هلته يو مسله کومه چې مخې ته وي نو هغه دا چې کله سياسي ، معاشي حالات څه ښه نه وي، نو بيا خلک دا غواړي چې پوځ دې راشي، دا مسله دې صحيح کړي. دې مطلب دا نه دی چې هغوی جمهوريت نه غواړي بلکې د هغوی اعتماد په جهموري ادارو نه وې چې د يو بحران مقابله به وکړي))

د ملاکنډ پوهنتون د نفسياتو د څانګې پروفيسره نور فاطمه وايي، چې په ملک کې کوم حالات روان دي نو ولس یې له جمهوري نظامه تنګ کړو.

((که زه د نفسياتو ماهرې په توګه خبره وکړمه نو چې کوم بنيادي ضرورتونه دي هغه ولس ته نه دې ورکړل شوي، دوی ترې مطمينه نه دي، نو ځکه هغوی د مايوسۍ ښکار شوي دي . نو که په دې صورتحال کې تاسو وګورې نو چې کومې مسلې مخې ته دي نو دا هر څه جهموريت سره دې، او يو جهموري نظام چې بنيادي ضرورتونه پوره کوي، دغه نظام داسې ونه کړای شول نو دا کوم چې د دوی خبرې دي نو دا دغه صورتحال نه را اوچت شوی دی))

د دې په ترڅ کې د کوهاټ پوهنتون وائس چانسلر ډاکټر ناصر جمال وايي، چې زموږ قام هر څه په بیړه کې غواړي خو خبره دا ده چې د هر څه لپاره خپل يو وخت په کار وي چې هغه په صحيح طرف روان شي.

دی زياتوي ((له بدقسمتۍ دغه ځوانان د پاکستان په هغه وخت کې دې چې پاکستان له ډير مشکل وخت نه تيريږي. نو دا ذهن کې ساتل دی چې دا فکر زموږ تعليمي نظام ورکولاى شي چې ملکونه اوقومونه په يو ورځ يا په يو هفته کې نه جوړيږي . هم دې نه چې کله يو نوی تن راشي نو زموږ ترې ډير زيات اميدونه وي خو کال دوه نه وي تير شوي چې هغه تن موږ ملامته کول شروع کړو او بيا د بل نوي تن انتظار کوو. نو زه خو داسې حيرانه نه يمه چې زموږ زلمی کهول دا وايي چې د دې مسلو حل چې دی هغه په پوځي امر په حکومت کې دی او يا په بل نظام کې دی. زما خو خپل ذاتي فکر چې دی که جهموريت ډير هم بد شي خو د هر قسمه ډکټيټر شپ نه بيا هم ښه دی))

د بریټیش کونسل اف پاکستان د دې سروې مطابق چې د ځوانانو لپاره د فکر وړ خبره ترهګري نه بلکې ګراني او زيات نرخونه دي او تقريبا اويا (٧٠) فيصده ځوانانو وويل چې کوم صورتحال په دې ملک کې پنځه کاله مخکې وو نو هغه اوس زيات خراب شوی دی.
XS
SM
MD
LG