د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: پر سکولونو بریدونو اندېښنې راټوکولې




کراچۍ : د تېرې یکشنبې یا اتوار په ورځ د کراچۍ ښار په اتحاد ټاون په سیمه کې نامالومه وسله والو د دي نېشن پیلک سکول په نوم تعلیمي اداره باندې ډزې او بمي حمله کړې وه چې ترڅ کې یې د سکول د لس کلنې ماشومې په ګډون ددغه سکول پرنسپل عبدالرشید وژل شوی او اته نورې زده کونکې پکې ژوبل شوي ول.


د کراچۍ اتحاد ټاون د سیمې استوګن وایي، د اتوار په ورځ د دوی په سیمه کې د ماشومانو په سکول په ترسره شوي برید د سیمې ټول استوګن خپه دي او دوی په سیمه کې په سکولونو پېل شویو حملو اندیښمن کړي دي .

د سیمې مخور او د محله کمیټي مشر امیر نواز وایي د یکشنبې په ورځ د حملې ښکار شوي شخصي سکول کې یو شمیر ماشومانو ته بې له فیس اخیستو زده کړه ورکول کیده
((د سکول وژل شوي پرنسپل عبدالرشید دا سکول په ۱۲ کالو کې جوړ کړی و، له دې مخکې دا یو کنډر غوندې ځای و. په دې شخصي سکول کې ۴۰۰ هلکانو او جینکو سبق ویلو او په دې کې ۲۰۰ زده کونکو مفت سبق ویلو))

د وژل شوي عبدالرشید نزدې ملګری او د سکول استاز عطاالرحمان وایي ، وژل شوي پرنسپل په سیمه کې د جینکو او هلکانو د تعلیم د عام کولو لپاره شپه او ورځ کوښښونه کول، او کله چې له سواته ملاله یوسفزۍ خواوشا یو نیم کال مخکې کراچۍ ته راغله نو عبدالرشید هغه خپل سکول ته راوستله.

((رشید صېب هغه وخت ملاله د دې سکول زده کونکو ته راوستله، هغه وخت ملاله یو سیکورټي رسک و، ملالې د دې سکول ماشومانو ته تقریر وکړو او ويې ویل چې هغه په سوات کې د ډزو په منځ کې سکول ته ځي، د هغې د تقریر سره د دې سکول د زده کونکو جینکو حوصلې اوچتې شوې ))

نوموړی زیاتوي د ملالې یوسفزۍ دغې سکول ته د راوستو روستو د سیمې ناقانونه ګرځول شویو ډلو عبدالرشید ته د سکول د بندولو ګواښونه هم کړي وو.

عطاالرحمان په اتحاد ټاون کې په دي نېشن پبلک سکول باندې د ترسره شوې حملې عیني شاهد دی او په دغه حمله هغه په لاس او سینه دوه ډزه لګیدلی هم دی وایي، په یاد سکول په رڼا ورځ ترسره شوې حملې د سیمې یو شمیر خلک سخت اندیښمن کړي دي.

((دا پر یو سکول حمله نه ده ، دا زموږ په تعلیم او زموږ په جینکو باندې حمله ده . ددې حملې مقصد دادی چې ویره خوره شي او استاذانې او شاګردانې سکولونو ته لاړې نه شي . موږ سخت پریشانه یو چې دلته به تعلیمي ادارې مخته څنګه چلوو، د دې علاقې نورو سکولونو کې ددې حملې وروسته ویره خوره ده ، دلته نزدې بل سکول دی د هغې د دې اتوار په ورځ یې د امتحانونو نتیجې راوځي، هغه یې هم کینسل کړلې))

په دغه پېښه کې د اتحاد ټاون د رحمانیه جومات د ملا امام لس کلنه لور طاهره هم ژوبل شوې وه ، طاهره د پېښې د ورځې څخه یوه ورځ وروسته د ګل په ورځ په روغتون کې ساه ورکړه .

د هغې پلار مولانا نور واحد وایي لور یې د قران حافظه وه ، دی وایي د وژل شوې لور ترڅنګ درې نور ماشومان یې په دي نېشن پبلک سکول کې سبق وایي ، هغه هوډ لري چې خامخا به خپل بچي سکول ته استوي:

((موږ مخکې هم سکول ته خپل بچیان لیږل او ددې حملې نه روسته به هم خپل پاته نور بچي همدغې سکول ته لیږم . چا چې حمله کړې ده دغو کسانو ته زه د انسانیت دشمنان ویلای شم او بس ))

تراوسه په یاد سکول د ترسره شوې حملې برید کومې ډلې په غاړه نه دې اخیستې.
د یاد سکول چارواکي وایي په سکول حمله هغه وخت شوې ، کله چې د سالانه امتحانونو د نتیجي د اوریدو لپاره د سکول ګڼ شمیر زده کونکې او د زده کونکو میندې او پلرونه یاد سکول ته ورغلې و .

یاده دې وي د دغې حملې روسته د اتحاد ټاون په سیمه کې دي نېشن پیلک سکول په نوم دغه تعلیمي اداره، په کومه کې چې د تیرو ۱۳ کلونو راهیسې د سیمې ماشومانو زده کړه کوله اوس تر نامالومې مودې پورې تړل شوی دی .

XS
SM
MD
LG