د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ټاکنو لپاره ټکټ غواړم، ګنې ځان سوځوم



په کوټه کې د مسلم لیګ ن يوې صوبايي مشرې سکینه مینګل د ګوند له خوا دې ته د راتلونکو ټاکنو لپاره په ټکټ نه ورکولو د ځان د سوځولو هڅه کړې ده. چې تردې وروسته د کوټې د پولیسو له لوري ونیول شوه، خو تر څو ساعتو بند وروسته بېرته په ضمانت خوشې شوه.


د مسلم لیګ ن ډلې يوې غړې سکینه مینګل د سې شنبې په ماځيګر د کوټې په مطبوعاتي کلب کې په خبري غونډه کې وویل؛ ددوي د ګوند صوبايي مشرانو ټولو هغو کسانو ته د راتلونکو ټاکنو لپاره ټکټونه ورکړي، چې ددې په خبره هم اوس له نورو ګوندونو څخه ن ډلې ته راغلي دي.


سکینه مینګل چې وايي؛ له تېرو دیارلسو کالو راهیسي په هم یاد ګوند کې ده، ددې پر ځاي يې نويو راغلو مېرمنو ته ټکټ ورکړ؛. نوموړې تر خبري غونډې وروسته په ځان تېل توي کړل، او د ځان د سوځولو هڅه يې وکړه، چې په خبري غونډه کې ناست خبریالانو ونیوله، او دې ته يې پرې نه ښوده، چې خپل ځان وسوځي.

د سکینه مينګل دا هڅه د پاکستاني برېښنايي رسنیو لپاره يو بریکنګ خبر جوړ شو، چې په هم هغه ساعت د کوټې پولیسو نوموړې ونیوله. خو د شپې شاوخوا يوه بجه يې په ضمانت بېرته خوشې کړه. ترخوشي کېدو وورسته سکینه مینګل د ټيلي فون له لارې مشال راډيو ته وویل؛ ددې او د ملګرو له خوا به يې همداسې احتجاج تر هغه دوام ولري، تر څو چې ددې په خبره ورته ټکټ ورکړل شوی نه وي؛.

؛ زما په مسلم لیګ ن کې دیارلس کاله وشوو. لاکن دوي هغو مېرمنو ته د انتخاباتو ټکټ ورکړ، چې هم اوس له نورو ګوندونو څخه راغلې دي. نو زموږ هغه ټول محنت يې راختم کړ چې موږ د خپل ګوند لپاره له تېرو څو کلونو راهیسي کاوه. زموږ احتجاج به تر هغه روان وي، چې زموږ د ګوند صوبايي مشران سمه پرېکړه وکړي. بیا به موږ خپل احتجاج پاي ته ورسوو؛.

که څه هم د مسلم لیګ ن د مشرانو له خوا په دې هکله لا هم څه نه دی ویل شوي، خو يواځې ن ډله نه ده، چې غړي يې د ټکټ په نه ورکولو احتجاج کوي. بلکې د پاکستان د نورو برخو په څېر په بلوچستان کې هم د ډېری ګوندونو غړيو ورته احتجاج کړی، او هم يې د خپلو ګوندونو په مشرانو ورته تورونه لګولي.
XS
SM
MD
LG