د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان ولې حافظ سعيد له لاسه نه ورکول غواړي؟


د ناقانونه ګرځول شوي لشکر طيبه او د اوسنی جماعته الدعوه د مشر حافظ سعید
د ناقانونه ګرځول شوي لشکر طيبه او د اوسنی جماعته الدعوه د مشر حافظ سعید


د امريکا فارن پاليسې مجلې د حسين نديم ليکني ته ( پاکستان ولي حافظ سعيد له لاسه ورکول نه غواړي) عنوان ورکړی دی.


ليکوال وايې، سر بيره پردې امريکا د ناقانونه ګرځول شوي لشکر طيبه او د اوسنی جماعته الدعوه د مشر حافظ سعید نيولو په اړه يو کروړ ډالر انعام ايښی دی خو د حيرانی خبره داده چې امريکا د هغه پر ضد د ګام اخستلو په لړ کې پر پاکستاني چارواکو فشار نه اچوي.

خو د ليکوال په خبره د پاکستان له لوري د حافظ سعيد له نيولو انکار هم د حيرانۍ خبره ده.

حسين نديم د پاکستان د پوځ او ولسي چارواکو سره د کړو مرکو حواله ورکوي چې وايې، حافظ سعيد ځکه پريښودل شوی دی چې هغه دا وخت د هند لپاره کيدلی شي يو خطر وي خو د پاکستان لپاره نه.

ليکوال وايې، د پاکستان پوځ د شدت پسندو په درې برخو کې درجه بندي کړې ده. يو هغه ډلې چې يوازي د پاکستان لپاره خطر دي، دویم هغه ډلې چې پاکستان او امريکا دواړو ته خطر دي او دريم، هغه ډلې چې يوازې د هند، امريکا او يا د يو بل هيواد لپاره خطر دي.

د حسين نديم په خبره درې واړو درجه بنديو ته په پام سره د پاکستان لپاره حافظ سعيد په دريمه ډله کې راځي چې يوازي د هند، امريکا او يا د بل هيواد لپاره خطر دي.

له دې وروسته ليکوال وايي، د پاکستان پوځ حافظ سعيد ته اوس په دې سترګه ګوري چې د امريکا له افغانستان تر وتلو وروسته به نوموړی بيلا بيلي وسله والې ډلې و هڅوي چې يا خو له پاکستاني رياست سره د دغو ډلو دښمني په امن بدله کړي او يا دوی د سياست ميدان ته راولي.

د ده په خبره په پاکستاني پوځ کې زياتره په دې نظر دي چې له وسله والو سره بايد د هغو په ژبه خبري وشي یعني په بله معنی د پاکستاني پوځ په استازيتوب دا کار يوه بله وسله واله ډله وکړي خو پوښتنه دا ده چې دا کار ولي له حافظ سعيد اخستل کيږي.

په ځواب کې ليکوال وايې، دا ځکه چې حافظ سعيد د هند سخت مخالف دی، خو بل لور ته بيا محب وطن دی چې کله به هم د پاکستاني رياست پر ضد ونه دريږي. نوموړی د فرقهه یزه ډلې لشکر جهنګوي او تحريک طالبان په ګډون ټولو ته د منلو وړ دی چې له ده سره کښيني او ورسره خبري اتري وکړي. د دې ترڅنګ حافظ سعيد فرقه ورانه نظريات نه لري چې د ده دا اړخ د پاکستاني پوځ لپاره ډير زړه راکښونکی دی.
XS
SM
MD
LG