د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرکټ: افغانستان به د څلورم جام د ګټلو لپاره نیپال سره لوبه وکړي


افغانستان به د کرکټ د اسیايي شورا د شل اوره لوبو د څلورم جام د ګټلو لپاره سبا له نیپال سره لوبه وکړي.


د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې د نړېوالو شل اوریزو سیالیو غوراوي دور ته د ورتګ په خاطر دې پایلوبې ته د وتلو لپاره افغانستان د هانکانګ ټیم ته په اوو ویکټونو ماته ورکړه او کوربه نیپال هم په شپږو ویکټونو عربي متحده امارات ناهیلي کړ.

که څه هم افغانستان له دې سیالیو مخکې د نړېوالو شل اوریزو لوبو کوالیفای دور ته وتلی و، خو په ۲۰۰۷ ، ۲۰۰۹ او ۲۰۱۱ کلونو کې یې د خپلو ګټلیو جامونو د دفاع لپاره د سږکال په لوبو کې هم برخه اخیستې ده.
XS
SM
MD
LG