د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د شمالي کوریا جنګي بیانونه سنجیده اخلو"


شمالي کوریا: د کوریا ولسي پوځ ښځینه سرتېرې د مشقونو په حال کې
شمالي کوریا: د کوریا ولسي پوځ ښځینه سرتېرې د مشقونو په حال کې


امریکا وايي د شمالي کوریا له تېري ډکو څرګندونو باوجود هم د دغه هېواد له لوري په لویه کچه پوځي خوځښتونه یا په نورو ځایونو کې د هغوی ګمارنه یا بیا پر ځای کېدنه نه تر سترګو کېږي.


د سپینې ماڼۍ (وایټ هاوس) ویاند جې کارنې پرون ( د ګل پر ورځ) ویلي ول، امریکا د شمالي کوریا د جنګ دړکې سنجیده اخلي خو زیاتوي چې لا هم د دې بیانونو ترشا کوم عملي ګامونه نه ښکاري.

د تیرې میاشتې پر ۳۰ مه نیټه شمالي کوریا اعلان کړی وو چې دوی له جنوبي کوریا سره د جنګ غوندې حالت کې دي او دا چې د شمالي کوریا پوځ به د جنوبي کوریا او سیمې مرکزونه په نښه کوي.

د جنوبي کوریا د پوځ سره د روانو ګډو جنګي مشقونو لپاره امریکا د جاپان له یوه مرکزه خپل جدید سټیلت ایف -۲۲ جنګي الوتکې جنوبي کوریا ته استولي دي.

شمالي کوریا د دې ګام غندنه کړې او دا یې پارونکی بللی دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG