د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر پېښور ګریډ سټېشن خونړي برید اووه تنه ووژل



غلام غوث مشال ريډيو

پيښور :پوليس وايي بيګا شپه په بډه بيره شيخ ممدو کې د برېښنا پر یوه ګريډ سټېشن د وسلوالو په بريد کې اوه كسان وژل شوي او څلور نور تري تم دي. له دې پېښې وروسته د واپډا کارکوونکو كار بنديز او احتجاج اعلان كړی دی.


د بډه بيرې تاڼې محرر عبدالبصير مشال ريډيو ته وويل چې د بريد په اړه نور مالومات هم په رارسېدو دي، خو نوموړي وويل ټول اوه كسان وژل شويدي او څلور نور بې دركه دي، داسې ګمان کېږي چې هغوی به وسله والو تېښتولي وي.

بلخوا د پوليس ځانګړې څانګې (سپيشل برانچ) يو چارواکې مشال ريډيو ته وويل: ((په شيخ ممدو کې ګڼو وسلوالو بېګا ناوخته لومړی د راكټو بریدونه کړي او بيا وروسته د برېښنا کوټ(بجلي ګر) په كنټرول روم کې چاودني هم وشوي او وسلوالو له هغه پس ګريډ سټېشن ته اور ولګولو او یو د واپډا او يو پوليس یې هم ووژل. نن سهار د شيخ ممدو په پټو کې د دوو پوليسو او دري واپډا اهلكارانو مړي وموندل شواو دغه رنګ د مړو شميره ۷ تنو ته ورسيدله.))

د واپډ کارکوونکو په دې پيښه ډير سخت غبرګون ښودلی او نن يې په ټوله صوبه کې كاربنديز او احتجاج اعلان كړی دی. د واپډا د اتحادیې وياند علي ګوهر مشال ريډيو ته وويل: ((په بيګانۍ پېښه د واپډا ملازیمینو ډير خپګان او غوسه ښودلې، شر خوښو چې كوم بريد كړی دی. دا په رښتیا هم ظلم او وحشت دی. د واپډا اهلكارو كار يواځې د بجلۍ نظام چلول دي ،موږ د دې په كلكه غندنه كوو، زموږ مركزي چېرمين ګوهر تاج په ټوله خیبر پښتونخوا کې كار بنديز اعلان كړی دی. نن به د پيښور پريس كلب مخي ته احتجاج كوو))

لا دا نه ده څرګنده چې کومې وسله والې ډلې به دا برید کړی وي.
XS
SM
MD
LG