د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فاټا کډوال د خپل ووټ اچولو لپاره اندېښمن دي




احمد الله

اسلام آباد:- د قبايلي سيمو بې کوره شوي خلک وايي چې موجوده وخت کې دوې د ملک په کومو برخو کې ميشت دي که د پاکستان اليکشن کميشن ورته په دغه ځايونو کې د ووټ اچولو څه انتظام ونکړی نو راتلونکو ټول ټاکنو کې به د ووټ د اچولو حق نه محرومه پاتې شي.


د فاټا د آفتونو د نظم قامې ادارې (ايف ډي ايم اې) د شميري ترمخه دا وخت له ٧ لاکه څخه زيات قبايل په جلوزو کيمپ نوښار، توغ سرايي کيمپ هنګو او درانې کيمپ صدې نه علاوه د ملک په مختلفو برخو کې يا خو د خپلو خپلوانو او د کرايو په کورونو کې ميشت دې.

ګل معين چې د کرمې ايجنسۍ سره تعلق لري او په موجوده وخت کې په پنډۍ کې اوسيګې وايي چې ووټ خو يي اليکشن کميشن سره درج دی خو دا معلومات ورته نشته چې ووټ به کوم ځای کې اچوي نو حکومت ته پکار ده چې څه داسې انتظامات ورته وکړې چې په کومو سيمو کې دوې په موجوده وخت کې اوسېږي چې هلته د خپلې سيمې اميدوار ته ووټ ورکړي.

په متاثرينو کې يو محمد شمشاد هم دی چې د خيبر ايجنسۍ تيرا سيمې سره تعلق لري وايي چې د سيمي حالات يې ښه نه دي نو نه شي کولای چې ووټ اچولو لپاره خپلې سيمې ته ولاړ شي اليکشن کميشن ته پکار ده چې بې کوره شويو خلکو لپاره يا خو څه متبادل انتظامات وکړي او يا دې ورته حق ورکړل شي چې دوی اوس په کومو سيمو کې ميشت دي د هغه ځای نه خپل د خوښي اميدوار ته ووټ واچوي.

په فاټا کې د اصلاحاتو لپاره کار کونکې د ملک ١١ سياسې ګوندونو ګډې کميټۍ غړې او پاکستان مسلم ليګ ق سينئر نايب صدر اجمل خان وزير مشال ريډيو ته وويل چې دې لړ کې کميټۍ اليکشن کميشن ته تجويز ورکړې و چې د پاکستان د انتظام لاندې کشمير کې چې کله ټول ټاکنې کيږې نو د هغې لپاره پولنګ اسټيشنې د کراچۍ او پنډۍ نه علاوه د ملک په هغه ټولو سيمو کې جوړېږي چېرته چې کشميريان ميشت وي نو دا شان د فاټا نه بې کوره شویو خلکو لپاره دې هم داسې انتظام وکړل شي خو ډيره د افسوس خبره ده چې اليکشن کميشن زموږ په دې تجويز هيڅ عمل درآمد ونکړو.

د خيبر پښتونخوا د اليکشن کميشن ترجمان ظهور احمد مشال ريډيو ته وويل چې کميشن ته دا معلومات نشته چې د کومې ايجنسۍ متاثرين د ملک په کومو کومو سيمو کې د خپلو خپلوانو او يا د کرايه په کورونو کې ميشت دي او بله دا هم ممکنه نه ده چې په ټول ملک کې دې کډوالو لپاره پولنګ اسټيشنې جوړې کړل شي چې دوب پکې د خپلې خوښې اميدوارانو ته ووټونه واچوي البته اليکشن کميشن به د هغه متاثرينو لپاره چې دا وخت په کيمپونو کې ميشت دي د راتلونکې ټول ټاکنو پرمهال به ورته په کيمپونو کې پولنګ اسټيشني جوړوې چې دا شان دا کډوال هم د خپلي خوښي اميدوارانو ته ووټونه ورکړي.

يادونې وړ ده چې په ٧ وانړه قبايلي ايجنسو او ٦ ايف آرز کې د ١٧ لکه څخه زياتوخلکو خپل ځانونه د ووټرانو په هيڅ اليکشن کميشن سره راجسټر کړيدي.
XS
SM
MD
LG