د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل غزني پر لویه لاره د ګاډو ټکر پنځه تنه وژلي



د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ د سلطان خیلو په سیمه کې د یو هینو موټر چې کانټینر پرې بار وو له یوه سراچه موټر سره یې ټکر کړی. چې په کې د ډریور په شمول پنځه تنه و وژل شول او دوه تنه نور ټپیان شول.

وژل شوي کسان د غزني ولایت د جاغورې ولسوالۍ اړوند وو او د امنیتي ځواکونو له لوري د دوی مړي خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

د امنیتي ځواکونو په وینا د هینو موټر ډریور له سیمې څخه فرار کړی او کلینر یې د امنیتی ځواکونو لاس ته راغلی دی، او سراچه موټر د عامه نظم د پولیسو په وسیله د قلعه عزیز پوستې ته انتقال شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG