د لاسرسي ځای

نورستان کې ۷ تنه وسله وال له دولت سره مله شول




افغان چارواکي وايي، چې په نورستان کې اوه تنه وسله وال مخالفان نن د سولې له بهیر سره یو ځای شول.

ددې ولایت د سولي د عالي شورا د سیمه ایز دفتر یوه غړي عبیدالله مشال راډيو ته وویل چې دې کسانو مخکې د نورستان په نورګام او د لغمان په الینګار ولسوالیو کې وسله وال فعالیت درلود.

د راپورنو له مخې په نورستان کې د سولې د عالي شورا د دفتر له پرانستلو سره تر اوسه نږدې ۱۳۰ وسله وال دولت ته تسلیم شوي دي.

طالبانو په اکثرو مواردو کې دارنګه ادعاوې بې اساسه بللې.
XS
SM
MD
LG