د لاسرسي ځای

رابعه اکرم مشال راډيو

اسلام آباد:- د خيبر پښتونخوا ولس ګیله لري چې په سرکاري هسپتالونو کې د حکومت له اړخه عام ولس ته د وړيا دوايانو د شته سهولت باجود دوی ته دوايانې نه ورکول کيږي.


د چارسدې عبدالولي خان له مشال راډيو سره په خبرو کې تور ولګاوه ، چې په هسپتال کې دوايانې شته خو انتظاميه يې ناروغانو ته نه ورکوي، دی پر ډاکټرانو دا تور هم پورې کوي چې سرکاري ډاکټران د دوایانو اخیستو لپاره ناروغان د خپلې خوښې درملتونو( مېډیکل سټورونو) ته استوي.

((ډاکټران مريضانو ته په چیټو ليکل وکړي او ورته هغه دوايي ليکي ، څه کې چې يې پېسه وي، چې هغه فلاني دکان دی او د هغې نه به دا دوايي واخلې او بيا به راشي ماته به يې وښيې، داسي يو پيښه شوې ده چې زما د ملګري ټوله کورنې بيماره وه، نو چې هسپتال ته يې راوستل نو هغې ورته دوايې وليکله نو هغې يو زنانه يې سره خپل اردلې د دوايې دوکان ته وروليږلو نو چې کومو ستنو نرخ شل شل روپۍ ول هغه يې ورته په سل سل ورکړې ،نو ډاکټران خپلې فائدې لپاره دا کوي، غريبانانو ته نه ګوري))

يوبل تن چې مردان سره تعلق لري ، وايې چې هغوی د علاقې د صحت مرکز کې اول خو دوايانې نه ورکول کيږي او کله چې ورکړل شي نو په پېسو يې ورکوي.

((زه به تاسو د خپلې علاقې د سرکاري صحت خبره وکړمه چې په دغه اداره کې په دوايانو وخت تير شي او چا ته يې نه ورکوي، او که چا ته ورکړل شي هم نو د هغې نه پېسې اخيستل کيږي . زموږ د علاقې په لښتي یا نهر کې دغه دوايانې غورځول شوې دي خو مستحقه خلکو ته يې په وخت نه ورکړې کيږي))

د پيښوریو اوسيدونکی اختر خان وايي:

((دې هسپتالونو ته کلنی د کروړونو روپوه بجټ راځي خو د هغه استعمال سم نه کېږي، او ځیني وخت داسې وشي چې دا دوايانې خلک خرڅې هم کړې، غريبانانو ته نه ورکول کيږي))

يو مشر عمر سړې حاجي عبدالله وايي، چې د دوايانو اخيستل د غريب سړى له وسه بهر ده.

((چې موږ سرکاري هسپتالونو ته دوايي ته ورشو نو يا خو راته وايې چې له بهره یې واخلی او يا وايې پېسې راکړی ، دوايانې ګرانې هم دي، ضرورت يې وي راته نو د يو بل نه قرض واخلو دوايانې واخلو. زموږ کلي ته به يو غير سرکارې ادارې دوايانې راوړې نو موږ ته به يې وړیا راکولې خو اوس هغه هم نه راځي))

کله چې مشال راډيو په دې باب د خيبر پښتونخوا د صحت د محکمې مشر ډاکټر محمد شريف نه وپوښتل نو نوموړي وویل:

((موږ په هسپتالونوکې د دې خبرې کتنه کوو. او د دې دوايانو په اړه د خلکو اندېښنه سل فيصده سمه ده ، بې حسي ده، د دې له وجې مستحقه خلک متاثره کيږي، او هم داسې پاتې شي. د پيښور های کورټ چيف جسټس دوست محمد خان په موږ دې لپاره کميټې جوړې کړې دي چې هغه په خيبر پښتونخوا ټولو هسپتالونوکې کار کوي، که یو چا ته یو څه شکايت وي نو له موږ سره د دغه کميټيانو په ذريعه دې رابطه وکړي))

د ډاکټر محمد شريف په وينا چې د هغوی کوښښ دې چې په هنګامي صورت مريضانو ته دوايانې ترلاسه شي او په دې اړه جوړې شوې کميټۍ د خيبر پښتونخوا په مختلفو هسپتالونو کې کار کوي.
XS
SM
MD
LG