د لاسرسي ځای

تازه خبر

بې امنۍ د کوټې مسافرخانې زښته اغېزمنې کړې



نیاز موساخېل،کوټه

د بلوچستان په کوټه کې د مسافرخانو چلوونکي وایي، چې د خرابو امنیتي حالاتو له وجې د دوی کاروبار سخت اغېزمن شوی دی، او د دوی په خبره چې اوس د پخوا غوندې خلک له نورو ښارونو او سیمو څخه کوټې ته نه راځي، چې د دوی په مسافرخانو کې استوګن شي.


د کوټې یو مسافرخانه چلوونکی دولت خان وایي،پخوا به د مُلک له یو شمېر سیمو وګړي پر سېل دلته راتلل او او د دوی مسافرخانو کې به ځای نه پېدا کېدۍ.

٫٫د پنجاب صوبې او کراچۍ ګڼ اوسېدونکي به راتلل.کله کله به له بهرنيو هېوادونو هم سېلانیان ښه په زیاته شمېره راتلل، خو اوس دغه څو میاشتې شوې دي چې نه مو د پنجاب صوبې اوسېدونکی لیدلی او نه بیا د کراچۍ وګړی په مسافرخانه را ننوتي دي.خلک وېرېدلي دي.که کله را هم شي،نو بهر له خپلو خپلوانو او دوستانو سره واړوي. یا په شخصي ځای کې شپه تېروي او بیا بیرته خپلې سیمې ته ژر ځان رسوي٬٬

د بلوچستان تاجرانو اتحادیي مشر،عبدالرحیم کاکړ وایي،په درنو پېسو جوړ کړل شوي هوټلان نن سبا بند پاته دي

٫٫کله چې هدفې وژنې پېل شوې دي،کله چې د پېسو لپاره تېښتونې شروع شوې دي؛خلک اوس زموږ مسافرخانو ته نه راځي.مسافرخانې څه کوې،د نورو صوبو اوسېدونکیو ګرسره کوټې ته راتګ پرې اېښی دی.دلته موږ بیخي ګران ګران هوټلونه (مسافرخانې) جوړ کړي دي،لېکن اوس که تاسو هلته ورشی،هغه خواران د بجلۍ او ګېس په خرڅ پرېشانه دي.د مزدورانو او نورې خرڅې خو لا پر خپل ځای....ټولې خونې (کمرې) خالي وي،ځکه د بهر خلک بند شو،نو دلته به بیا څوک راځي چې زموږ په مسافرخانو کې استوګنه وکړي؟٬٬

یو بل مسافرخانه چلوونکی،ولي جان هم دغه شان خبره کوي

٫٫د هر خالي او جمعې په ورځ د کوېلې کانکیندونکي دلته راځي او شپه راسره تېروي.بس،ټوله وونۍ هم دوي ته په انتظار یو او هر څه چې لاس ته رازي،هم دغه دي.که دغه کانکیندونکي،چې سواتیان دي،راتلل بند کړي،نو زموږ د کاروبار وروستۍ هیلې به هم ختمې شي،ولي چې نورو خلکو خو له ډېره وخته دلته راتلل پرې اېښې دي٬٬

حاجي محمد اسماعیل په نامه مسافرخانه چلوونکی بیا وایي،د ناامنۍ له یوې پېښې وروسته،بله نوې پېښه د هوټل دروازې (ورونه) تر څو څو ورځو وتړي

٫٫چې یو پېښه وشي،دهغه اثرات او اغېزې لا ختمې شوې نه وي او د هغه درد،غم او تاوانونه لا محسوسېږي چې بله نوې پېښه بیا تر وونۍ ونیو او یا هم تر میاشتو میاشتو د کاروبار هغه روانه لړۍ ودروي.ځکه د پخوا په شان څومره مزدوري چې به جوړېده،هغه شان یو شی هم نشته.رَک د مجبورۍ او بې وسۍ له وجې ورته ناست یو چې ځان ډېر مجبوره ګڼو٬٬

حاجي محمد اسماعیل زیاتوي،وخت او حالات اوس تر دې رسېدلي چې چې دوي کله کله پر مسافرانو هم اعتبار کولو ته په سوچ کې شي

٫٫دوه غمونه راسره دي.یو خو د روزګار او کاروبار غم دی او بل بیا د فِسق وفساد بله پرېشانې ده.له هر مسافر او ګیراک سره موږ سترګې څلور کړې وي،چې ګڼې یو خطرناکه شۍ نه وي ورسره.......چې کښېني یا ولاړېږي او یا بیا وزي،نو په هر انداز کې یې زموږ سوچ بند وي او وېرېږو چې څه ناولده پېښه نه راسره وشي٬٬

مسافرخانه چلوونکي وایي،د خرابو امنیتي حالاتو او په نتیجه کې د دوی پر کاروبار لوېدلي اغېز له وجې دوی اوس په دې سوچ کې دي چې دغه کاروبار پرېږدي؟او یا کومې بلې سیمې ته کډه وکړي،که څنګه؟
XS
SM
MD
LG