د لاسرسي ځای


بازمحمد عابد مشال راډيو

غوږ والۍ د پښتنو ميرمنو داسې سينګار توکی دی چې هره ميرمن او هره پيغله څو جوړه ډول ډول غوږوالۍ له ځانه سره ساتي.

غوږوالۍ ځينې ښځې په ځانګړو مناسبتونو کې کاروي او ځينې يې د تل لپاره په خپلو غوږو کې ساتي.


د غوږواليو له پاره ماشومانو نجونو ته ميندې د دواړو غوږونو لاندنۍ برخه چې د غوږونو پوڅقي هم ورته وايي سوري کوي چې له همهغه وخته ورته په غوږونو کې غوږ والۍ اچول کيږي.

يوې سپين سرې مور چې کلونه پخوا يې ماشومو نجونو ته غوږونه سوري کول، د غوږو د سوري کولو په طور طريقو راته وايي:

« ماشومانې به چې د دوه درې کلونو شولې، نو تار به مو په کوچو غوړ کړو، ستنه کې به مو واچولو او غوږونه به مو ورته سوري کړل. دوه درې ورځې به په کې پروت و، بيا به مو ورته په غوږ کې تار وګرځولو. تقريباٌ د يوې جمعې پورې به په کې دا تار پروت و. بيا به مو ترې وايسته او د سپينو زرو والۍ به مو په کې واچولې او که له چا سره به والۍ نه وې، نو بيا به يې په کې د ايښي اښودل، بيا به هغه تر ډيره ايښي وو. کله چې به يې غوږوالۍ پيدا کړې هغه به يې په کې واچولې، هر هر چا غوږوالۍ نه اچولې، غريبي ډيره وه.
ـ ادې دا د سپيلنو ډکې به يې ولې په کې ايښودل؟
ـ د دې په خاطر يې په کې د سپيلنو ډکي کيښودل، چې سوري يې بند نه شي او لوی پاتې شی.»

يوه نجلۍ وايي چې په ماشومتوب کې به يې ارمان لرلو چې ډول ډول غوږوالۍ دې ولري.

« نوم مې مرضيه ده. زياتره خويندې هغو غوږواليو څخه استفاده کوي چې د کاليو سره يې همرنګه وي او د وخت سره رواج لري. زه چې کله ماشومه وم، مور مې راته غوږونه سيوري کړل او ډيرې عادي غوږوالۍ يې راته اخيستې وې، او کله چې به ما د چا په غوږونو کې ښايسته غوږوالۍ وليدې تر هغې به مې ژړل چې راته به يې اخيستې نه وې. اوس زه په خپله خوښه ځان ته غوږوالۍ اخلم.»

د نوريه صالح په نوم يوه بله نجلۍ وايي له هر رنګ جامو سره همرنګې غوږوالي هم استعمالوي.

« غوږوالۍ د هرې نجلۍ خوښويږي، په ځانګړې توګه په پارټيو او ودونو کې خو نجونې د خپلو جامو سره يو رنګ غوږوالۍ اچوي. څوک د سرو زرو خوښوي او څوک هم هغه خوښوي چې اوس بازارونو ته راغلي دي. زما خپلې دوه جوړه د سرو زرو دي او نور چې هر رنګ جامې جوړوم، همغه رنګ غوږوالۍ هم ورته راپيدا کوم.»

دا چې غوږ والۍ د نجونو د ښايست د زياتولو يو مهم توکی دی، نجونې حق لري چې ميندې ورته په ماشومتوب کې غوږونه سوري کړي خو ځينو هلکانو ته هم په ماشومتوب کې يو غوږ سوري کيږي او د څه وخت لپاره ورته په کې د سپينو او يا هم د سرو زرو کړۍ چې مندرۍ هم ورته وايي اچوي. دا چې ماشوم هلک ته د څه په خاطر مندرۍ په غوږ کې اچول کيږي، يو ځل بيا سپين سرې ادې ته غوږ کيږو.

« پخوا به ډيره ساده ګی وه، خلکو به ويل چې شګون واړویء هلک ته غوږ سورۍ کړیء چې خدای يې درته پاتې کړي. ځينو خلکو به خپل ماشومان نايانو ته وروستل، نور سر به يې ورته کل کړو خو يوه اړخ ته به يې ورته ښکری پريښودو. دغسې ټوټکې خلکو کولې. زما هم لمسي کيدل او هغه به مړه کيدل او خو يوه ته مې غوږ سوری کړو او مندرۍ مې ورته په کې واچوله، بيا چې د شپږو کلونو شو نو هغه مو ترې وايستله.»

که يو لور ته د پيښور او جلال اباد په بازارونو کې له بنجاره په دوکانونو کې ډول ډول غوږوالۍ تر لاسه کيدی شي بل لورته د ودونو په مناسبتونو کې خلک د ناويانو لپاره د سرو زرو والۍ هم جوړوي، د پيښور په اندر شهر کې نيو ظاهرشاه جيولرز مالک وايي چې د داسې غوږواليو فرمايش هم ورته کيږي چې لکونه روپۍ قيمت لري.

غوږ والۍ چې ځينې خلک ورته والۍ هم وايي، نه يوازې دا چې د ناويانو په جوړه کې لازمی توکی دی بلکې نجونې يې له ماشومتوبه تر زړښته پورې خوښوي. پخوا به د سپينو زرو څخه والۍ جوړيدې خو اوس خلک ناويانو ته د سيالۍ په دود د سرو زرو څخه والۍ جوړوي او ځوانې نجونې خو دومره د غوږواليو سره مينه لري چې له هر رنګ جامو سره همرنګي غوږوالی پيدا کوي.
XS
SM
MD
LG