د لاسرسي ځای

تازه خبر

انتخاباتي کمپین او پر عوامي نېشنل پارټۍ بریدونه



ظفر کریمي مشال را‌ډیو

کراچۍ : پولیس چارواکي وایي د کراچۍ ښار په ځینو سیمو کې د وسله والو طالبانو خوځښتونه ه ډېر شوي دي چې له امله یې په دغو سیمو کې د امنیتي سرتیرو ترڅنګ د سیاسي ګوندونو غړي په نښه کیدل زیات شوي دي.


د عوامي نېشنل ګوند سرچینې وایي، د وسله والو ډلو د زیاتو شویو خوځښتونو له وجې د کراچۍ ښار په بیلا بیلو برخو کې د دوی د ګوند خواوشا ۳۰ دفترونه تړل شوي ، او په لسګونه صوبایي مشران یې په نښه شوي دي. د عوامي نېشنل ګوند د سیند صوبې ترجمان عبدالمالک وایي، په ورستیو وژنو کې د دوی د ګوند لوړپوړي چارواکي په نښه شوي دي.

((زموږ لپاره مشکله خبره دا ده چې په کراچۍ کې چې د هدفي وژنو کومه نوې سلسله شورو شوې ده په هغه کې زموږ د پارټۍ اهم عهدیداران وژل شوي دي. په دې کې زموږ د مرکزي کمیټۍ غړي،صوبایي صدران او نور کسان په نښه شوي دي،پرون په اتحاد ټاون کې زموږ د ګوند د دغه سیمې نایب صدر وژل شوی دی ))


یاده دې وي په کراچۍ کې د عوامي نېشنل ګوند د یو شمیر وژل شویو مشرانو د وژنې پړې وسله والو طالبانو منلي دي. ددې ترڅنګ تحریک طالبان پاکستان د ټاکنیز کمپاین پر مهال د ځینو نورو ګوندونو ترڅنګ د عوامي نېشنل ګوند په انتخاباتي جلسو جلوسونو د بریدونو کولو هم ویلي دي.

څیړونکي وایي، له ټولټاکنو مخکې ځینو ګوندونو ته د ټاکنیز کمپاین په برخه کې دا ډول ستونزې د ټاکنو د کره والو او شفافیت په وړاندې پوښتنې راولاړوي. د سیاسي چارو کارپوه اجمل خټک کشر په دې اړه وایي،

((که یو سیاسي جماعت ته په انتخاباتي کمپاین چلولو کې خنډونه جوړ کړی شي او نورو ته ازاد ماحول ورکړل شي نو بیا په داسې حالاتو کې څوک دا څنګه توقع وکړي چې د انتخاباتو نتیجې دې پاکې او شفافي وي ؟))

د اجمل خټک کشر په خبره د وسله والو لخوا عوامي نېشنل ګوند ته د ننګونو او چلیجونو ترڅنګ بیا هم د تېر په پرتله په کراچۍ کې د ګټې زیات چانسونه شتون لري: (( هغه ځکه چې د ۲۰۰۸ په ټاکنو کې اې این پي په کراچۍ کې دوه سیټونه ګټلي و، هغه وخت د دوی د مقبولیت ګراف دومره اوچت نه و، لکه اوس چې دی . یو خو د کراچۍ پښتانه ای این پي خپل نماینده تنظیم ګڼي او بل په کراچۍ کې پیپلز پارټي د پخوا په نسبت کمزوری شوې ده ،مسلیم لیګ ن او تحریک انصاف لپاره هم داسې حلقه نشته چې دوی په کې سیټ وباسي ځکه اې این پي ته چانس زیات دی چې د پخوا په نسبت دا ځل د ښار د پښتنو له علاقو نه زیات سیټونه وباسي))

یاده دې وي د عوامي نېشنل ګوند سیند څانګې چارواکو د انتخاباتي کمپاین د چلولو په پرمهال د کراچۍ ښار په ګډون دسیند صوبې په نورو برخو کې د لویو جلسو جلسونو د نه کولو اعلان کړی دی ، د یاد ګوند چارواکو ویلي، دا اعلان یې روستو له هغې کړې چې د دوی د ګوند یو شمیر مشران د وسله والو طالبانو لخوا د کراچۍ ښار په یو شمیر برخو کې په نښه شوي دي او لا هم دا سلسله دوام لري.
XS
SM
MD
LG