د لاسرسي ځای

هنګو کې د درېوو کسانو مړي موندل شوي دي


د پښتونخوا په هنګو کې پینځه ورځې مخکې د تښتول شویو درې کسانو مړي موندل شوي دي.

پولیسو نن مشال راډیو ته وویل، دا کسان په ډزو ویشتل شوي دي او مړي یې د درسمندو توره وړۍ سیمې سره نېږدې په یوه ځنګل کې تر لاسه شوي دي.

پولیس وايي، وژل شوي کسان معین، هدایت الله او فضل نعیم نومېږي. دوی د درسمندو اوسېدونکي ول.

ددوابې پولیسو تاڼې مشر حلیم خان وايي، دا کسان د روانې میاشتې پر ۲۶مه تښتول شوي ول. دی زیاتوي چې تر طبي معاینې وروسته به دا مړي د هغوی کورنیو ته وسپاري. د دې کسانو د وژنې پړه چا نه ده منلې
XS
SM
MD
LG