د لاسرسي ځای

تازه خبر

هرات کې دسلما بند دالوزولو هڅه شنډه کړی شوې


د افغانستان د هرات چارواکي وايي، په سلګونو کیلو ګرامه چاودیدونکي مواد چې په دې ولایت د سلما د بند د له منځه تلو لپاره ځای پر ځای شوي و، نیول شوي دي.

دهرات ولایت ولایت مطبوعاتي دفتر د یوي اعلامیی په خپرولو سره ویلی چی دغه یو زرو درې سوه کیلوګرامه چاودیدونکي مواد د سلما د بند د پروژې په شاوخوا کې ایښودل شوي و.
اعلامیه زیاتوي چې تر اوسه ددي پیښی په اړه څوک نه دي نیول شوي خو په اړه یی پلټني رواني دي.

پخوا هم یو شمیر خلک شکایت کړی و چې ځینې وسلوال د ګاونډیو هیوادونو په لمسون د سلما د بند د پروژې د پلي کیدو مخنیوي کوي او ناامنۍ ورته پیدا کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG