د لاسرسي ځای

تازه خبر

بنو بمي برید کې ۲ مړه ۷ ژوبل



دخیبر پښتونخوا د بنو پولیس وايي د صوبايي اسمبلۍ پخوانی غړی عدنان وزیر په یوه تروریستي پېښه کې ژوبل شوی دی.

نوموړی چې د اتوار په سهار د یوې غونډې لپاره د ګاډو په یوه قافله کې نیمه قبایلي سیمې ته روان و، په لاره کې پرې بمي برید وشو.

په دې پېښه کې دوه مشران وژل شوي او شپږ نور کسان هم زخمیان دي.
وژل شوي مشران د بکاخیلو او جاني خیلو وسیدونکي دي.

یوعیني شاهد فرناز خان مشال راډیو ته وویل :

(( موږ د بنو نه د قافلې په شکل کې روان شولو، چې کله موږ د جاني خیلو هډې ته ورسیدو،یوه لویه چاودنه وشوه. ))

په خیبر پښتونخوا کې د راتلونکو انتخاباتو لپاره هلې ځلې پیل شوي، او عدنان وزیر هم یوې سیاسي غونډې ته روان و چې پر قافله یې برید وشو. په خیبر بښتونخواکې په تیرو څو ورځو کې په پرله پسې ډول بمي بریدونه او ځانمرګي بریدونه ترسره کیږي چې له امله یې د خلکو اندېښنې زیاتې شوي دي.

تحریک طالبان پاکستان ددې برید پړه قبوله کړې ده. طالبانو ویلي عدنان وزیر تر پنځو کلونو پورې د عوامي نیشنل پارټۍ غړی پاتې شوی نو ځکه دوی ورباندې حمله وکړه. عدنان وزیر په دوه زره اتم کال کې د ازاد امیدوار په حیث په انتخاباتو کې برخه اخیستې وه خو بیا وروسته یې په عوامي نیشنل پارټۍ کې ګډون وکړو. عدنان وزیر دا ځل هم د حلقه پي کی دوه اویا بنو نه د ازاد امیدوار په حیث برخه اخلي.








XS
SM
MD
LG