د لاسرسي ځای

تازه خبر

په قبابلي سیمه کې د لوبو مېله کېږي


د فاټا سپورټس ډایریکټوریټ او فاټا اولمپک ایسویسي ایشن د چارواکو په وینا دوی د خیبر پښتونخوا ګورنر انجنیر شوکت الله په هدایت باندې د خیبر ایجنسۍ په (ایف سی) لوبو میدان کې د روان کال د اپریل د میاشتې په دویمه اوونۍ کې د فاټا ګیمز ۲۰۱۳ په نامه د لوبو د یوې مېلې تابیا کړې ده.


دوی وایي چې په دې مېله کې به د غونډې قبایلي سیمې او ایف آرز نه په خوا وشا ۱۶ بیلا بیلو بولو کې په سلګونه قبایلی لوبغاړی برخه اخلي،

د فاټا ګیمز۲۰۱۳په نامه د لوبو دغې مېلې په هقله د فاټا سپورټس ډایریکټر فیصل جمیل شاه مشال راډیو ته وویل

((د دغې میلې مقصد دنیا ته د امن پیغام ورکول دي ،او قبایلی ځوانان هم امن غواړي او دغه قبایلي ځوانان د لوبو په میدان کې د چانه کم نه دي او موږ غواړو چې د لوبو په ‌ذریعه په قبایلي سیمه کې امن راولو ))
دا چې په دې مېله کې به قبایلی لوبغاړو ته کوم ډول آسانتیاوې ورکولی شي ؟ په دې هقله باندې د فاټا اولمپک ایسوسي ایشن جنرل سیکرټری شاهد شینواری وایي

د یو لوبغاړی کوم ډول ضرورت وي هغه به ورته پوره کوو موږ به ورته د لوبو جامې،بوټان، د لوبو سامانونه او د اوسیدو بندوبست کوو او د خوراک او کرایه روپۍ به هم ورکوو.

د خیبر سیمې د فوټبال یو لوبغاړی طیب الله وايي چې دوی دې مېلې ته ډېر خوشاله دي او برخه به په کې اخلي او دې د پاره يې تیارۍ هم شورو کړې دي او دا دوی د پاره ډېره ښه موقع ده چې خپله لوبه په کې په ښه ډول ښکاره کړي.

د فاټا اولمپک ایسوسي ایشن چارواکي وايي دا په اول ځل د چې په قبایلي سیمه کې په دومره لویه کچه باندې دغه د لوبو مېله تر سره کېږي او دې سره به د قبایلي سیمو د لوبغاړو صلاحیتونه لا مخ په وړاندې لاړ شي.
XS
SM
MD
LG