د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان او پاکستان ولي يو پر بل تورونه لګوي؟



د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند اعزاز احمد خان د زيارت په ورځ په اسلام آباد کې خبرې غونډې ته ويلي چې افغانستان پاکستاني طالبانو ته پناه ورکړې او د دې هيواد په سرحدي ولايتونو کې پاکستاني طالبان پټن ځايونه لري.


((موږ اندېښني لرو چې په کونړ او نورستان ولايتونو کې تحريک طالبان پاکستان پټن ځاينه لري. دغه عناصر له دغه ځای څخه پر پاکستان بريدونه کوي او موږ څو ځله دا مسله له افغان حکومت سره څېړلي ده. موږ له دوی سره په رابطه کې يو او تمه لرو چې دغه پټن ځايونه به ختم کړل شي))

افغانستان د پاکستان دا ډول تورونه رد کړي او وايي چې افغان حکومت او ولس له ترهګرۍ سره په ريښتني ډول مبارزه کړې او قربانيۍ يې ورکړي دي. د افغانستان د داخله چارو د وزارت وياند صديق صديقي د زيارت په ورځ مشال راډيو ته وويل چې پاکستاني طالب مشران پخپله منې چې دوی په افغانستان کې نه بلکې په پاکستان کې دي.

((د ملا فضل الله موجودیت چې خپله یو پاکستاني طالب دی، ده په خپله په مرکو کې ویلي چې په افغانستان کې نشته او په پاکستان کې دی. موږ دقیق مالومات لرو چې ملا فضل الله په افغانستان کې نشته))

تر دې وړاندي د افغانستان د بهرنيو چارو مرستيال وزير جاويد لودين هم پر پاکستان تور لګول و چې د سولې په راوستو کې په صادقانه ډول هڅې نه کوي نو پر دوی بايد نور باور ونه شي.

دا چې د دواړو هيوادونو تر منځ د تورونو لګولو لړۍ ولې توده شوې؟ په کابل پوهنتون کې د سياسي علومو ښوونکی او د سيمه ايزو چارو کارپوه پروفېسر نصر الله ستانکزی وايي، يو خو پاکستان له افغانستان سره کړي ژمنې سر ته نه دي رسولي او بل د دواړو هيوادونو تر منځ روابط په صحيح توګه نه دي تنظيم شوي.

((کله چې په لندن کې درې اړخيزه غونډه کيږي نو د پاکستان ولسمشر د افغانستان دولت ته ډېر اطمينان ورکوي چې د سولې پروسه به شروع کوي او د افغانستان د دولت مخالفين به هم دې ته وهڅوي څو د سولې په پروسه کې داخل شي خو کله چې پاکستاني مقامات اسلام آباد ته ځي نو عملي اقدامات نه کيږي. د اړيکو د خرابوالي بل لامل دا هم کېدای شي چې د کابل او اسلام آباد روابط په ظاهري ډول او ډېر په غلطه سنبال شوي دي او اکثراً اسلام آباد دا غوښتې دي چې کله له کابل سره غږيږي نو غواړي چې امتياز واخلي)).

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت ویاند د زيارت په ورځ په خبرې غوڼده کې دا هم ويلي چې افغانستان د پاکستان له لوري د راکټي حملو له امله دې هېواد ته د پوځي افسرانو د لېږد په منسوخولو سره له حده زیات غبرګون څرګند کړی دی. په پېښور کې د سيمه ايزو چارو کارپوه اېمل خټک وايي د واړو هيوادونو تر منځ بې باوري ډېره زياته شوې چې يوه وړه پېښه هم اړيکې اغېزمنه ولای شي.

((د دواړو هيوادونو تر منځ دومره زياتي بدګمانياني دي او تربګني ده چې د هغې له وجې هر وخت څه نا څه کېدای شي او په هغې کې دا هم وشي چې يو معمولي واقعه هر هغه څه د سره کړي چې مخکې پرمختګ پکې شوی وي))

د افغانستان د سولې عالي شورا بيا په دې هيواد کې د سولې په راوستو کې د ګاونډیو هېوادونو رول زیات مهم او ګټور ګڼي.

د دې شورا ویاند مولوي شهزاده شاهد د زيارت په ورځ مشال راډيو ته وويل چې دوی اوس هم د پاکستان همکارۍ ته هیله من دي.

((دغسې ګیلې او شکایتونه زموږ طرف ته هم شته او د هغوی طرف ته هم دي، خو موږ په دې ټینګار کوو چې زمونږ ګټې شریکي دي او لوی سرحد لرو، زموږ غوښتنه بیا هم دا ده چې پاکستان او ایران د سولې په بهیر کې له موږ سره مرسته وکړي))

بلخوا د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند هم د زيارت د ورځې په خبرې غونډه کې وويل چې د دواړو هيوادونو تر د اړيکو پياوړتيا او پرمختګ د خپل منځې خبرو اترو او باور له لارې رامنځ ته کېدای شي.
XS
SM
MD
LG