د لاسرسي ځای

تازه خبر

''د امریکا پرېکړه نه کول افغانان شکمنوي''


سرچینه: واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، امریکا په افغانستان کې مشکلات لري. دا مشکلات د طالبانو موجودیت، پاکستان او له افغان ولسمشر حامد کرزي سره خراب اړیکي دي. د ولسمشر باراک اوباما حکومت به دا ستونزې لا نورې زیاتې کړي ځکه چې تر ۲۰۱۴ز کال وروسته په افغانستان کې د پاتې کېدونکو پوځیانو شمېر په اړه فیصله ځنډېدلې ده.


په لیکنه کې راغلي، افغان پولیس په جنوب کې بېلا بېلو ځایونو ته د طالبانو ورتګ مخه نیسي. دا هغه سیمه ده چې په کې بهرنیو سرتېرو تر اووه کالونو بې له پرمختګه جګړه کړې ده.

افغانان لېوالتیا ښيي چې دوی د هیواد امنیت چارې په خپلو لاسو کې واخلي او ښايي د دې لامل دا وي چې طالبانو دوی ته ډېر مرګونه ور په برخه کړي دي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، په دې وروستیو کې داسې رپورټونه راغلي دي چې د افغانستان په ختیځ او جنوب کې افغان ملي اردو، ملي پولیس او محلي پولیس له یو بل سره په کلکه ملاتړ کوي.

خو د راتلونکي کال تر پایه چې افغانان د امنیت ټولې چارې په خپلو لاسونو کې واخلي نو په لار کې ننګونې هم شته دي. د بېلګې په توګه که محلي پولیس د ولسونو تر منځ دښمنۍ پراخې کړې نو دوی د هیواد له پاره لوی او اوږد مهاله خطر جوړېدای شي.

په لیکنه کې راغلي، همدا وجه ده چې د محلي پولیسو د کاري سیمو پراخوالی باید په سمه پوهه وشي. باید د هر هغه کلي پر جوړښت ځان پوه کړل شي چې په کې محلي پولیس تشکیلېږي. همدا راز، د ولسوالیو پولیسو مشرانو په اړه هم باید له توجه کار واخیستای شي ځکه چې دوی د محلي پولیسو مشري کوي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، تر ۲۰۱۴ز کال وروسته په افغانستان کې د سرتېرو شمېر په اړه د امریکا پرېکړه نه کول به د امنیتي چارو افغانانو ته سپارلو عمل ته تاوان ورسوي.

همدا راز، ځینو متحدینو لا پخوا لېوالتیا ښودلې چې د جنګي پوځیانو تر وتو وروسته، د هیواد په شمال او غرب کې تر ۲۰۰۰ پورې سرتېري ساتلای شي. خو که د پاتې کېدونکو امریکايي پوځیانو پرتله د دوی د پوځیانو شمېر زیات وو، او یا هم امریکا پرېکړه وکړه چې هوايي ځواک به هم له افغانستانه وباسي نو دوی به دا کار و نه کړي. ځکه چې اېتلافي پوځيان د امریکا پر هوايي ځواک د سامان ټرانسپورټ له پاره تکیه کوي. بله دا چې نور متحدین به هغه وخت د پوځیانو پاتې کېدو فیصله کوي چې امریکا یې وکړي.

ورځپاڼه زیاتوي، په دې اړه د امریکايي حکومت له خوا په فیصلې کې ځنډ د نورو تر څنګ افغانان هم په شک کې اچولي دي او دا د یوه مسلکي پوځ د جوړولو او پرمختیا عمل اغېزمنوي.
XS
SM
MD
LG