د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان په افغانستان کې د جګړې د دوام هڅې کوي


پاکستان په افغانستان کې د جګړې د دوام هڅې کوي

پاکستان پر افغانستان تور لګولي چې د پولي په پېښه يې د ضرورت نه زيات غبرګون ښودلي او له هم دي کبله يې د پوځي افسرانو ټاکل شو سفر منسوخ کړي.


په اسلام اباد کې د بهرنيو چارو وزرات وياند اعزاز احمد چودري پرون وويل چې دا پېښه د افغانستان له لوري مداخلت وروسته پيل شوي. اعزاز چوهدري د پاکستان د اندښنو په اړه زياته کړه.

((موږ اندښنني لرو چې په کونړ او نورستان ولايتونو کې تحريک طالبان پاکستان پتن ځاينه لري. دغه عناصر له دغه ځای څخه په پاکستان بريدونه کوي، او موږ څو ځله دا مسله له افغان حکومت سره څېړلي ده. موږ دوې سره په رابطه کې يوو او تمه لرو چې دغه پټن ځاينه به ختم کړل شي.))

د افغانستان بهرنو چارو وزرات د پاکستان پوځ په دي تورن کوي چې د مارچ په ۲۵ او ۲۶ نييټه يې په کونړ ولايت توغندی ورولي.

بلخوا افغانستان حکومت وايي، پاکستان هڅه کوي چې په افغانستان کې د سولې هلې ځلې ناکامې کړي.

د ولسمشر کرزي ویندوی ایمل فیضي د پنجشنبې پر ورځ فرانس پریس خبري اژانس ته وویل، اسلام اباد سولې ته د طالبانو د راضي کولو لپاره داسي شرطونه اېښي چې افغانستان ته د هغو منل ناممکنه دي.

پاکستان، چې د طالبانو د رژیم کلک ملاتړی و، اوس هم ګومان کېږي چې د افغانستان په سوله او ثبات کې مهم رول شي.
فیضي وویل ، چې پاکستان نور لېواله نه دی چې په افغانستان کې سوله او صبات راشي.

ده په عین حال کې وویل، چې د افغانستان حالات سم لور ته روان دي خو پاکستان تر افغانستان زیات ناامن شوې دي.
XS
SM
MD
LG